د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: د نجونو تعلیم په هکله مو طالبانو سره خپلې اندیښنې په ښکاره توګه شریکې کړي


افغانستان کې لا هم تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نلري.
افغانستان کې لا هم تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نلري.

سپینه ماڼۍ وایي جمهور رئیس جو بایډن د افغانستان په ګډون په ټولې نړۍ کې په آزاده توګه د نجونو تعلیم او ژوند کولو د وړتیا د اهمیت په هکله ښکاره دریځ لري.

د سپینې ماڼۍ یوې ویاندې کارین ژان پییر امریکا غږ ته وویل چې جمهور رئیس بایډن په افغانستان کې د نجونو د تعلیم په هکله خپلې اندیښې د طالبانو سره په ښکاره توګه شریکې کړیدي.

میرمن پییر پدې هکله وویل چې پدې موضوع د متحده ایالاتو د حکومت او پخپله جمهور رئیس بایډن دریځ تل یو شان او ښکاره و.

هغې زیاته کړه، "مونږ پدې هکله ډیر واضح یو او تمرکز مو پرته لدې چې طالبان قوي کړو، د افغان ولس ملاتړ او همکاري ده".

د سپینې ماڼۍ ویاندې په خبري کنفرانس کې وویل چې د متحده ایالاتو د حکومت همدا ډول دریځ به ادامه ولري او بدل به نشي.

ویاندې همدرانګه وویل چې د طالبانو سره د اړیکو په ارزیابۍ کې به د نجونو د تعلیم موضوع په هکله روښانه دریځ ادامه ولري.

طالبانو په تیرو دوو کلنو کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې یې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړې او هم یې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه.

طالبانو له وړاندې روغتیا او پوهنې د سکټور پرته په نورو دولتي ادارو کې د ښځو په کار د خپلې واکمنۍ د پیل څخه بندیز لګولی دی.

طالبانو د روان کال د اپریل په لومړیو کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د افغان میرمنو په کار بندیز ولګوه. طالبانو ددې سربیره د ژوند په مختلفو برخو کې د ښځو په کار او مشارکت باندې بندیزونه لګولي دي.

ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو دا ډول کړنې د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک تبعیض بللی دی. نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي که نړیوال مشروعیت غواړي نو باید د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG