د لاس رسي وړ اتصالات

کربي: روسیې کې د امریکايي بندیانو د خوشې کولو لپاره په نوی وړاندیز کار کوو


جان کربي
جان کربي

له هغه وروسته چې مسکو د دوو امریکايي وګړو د خوشې کېدو لپاره د متحدو ایالتونو غوښتنه رد کړه، سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۱ (لیندۍ۳۰) وویل چې په یو نوي وړاندیز کار کوي چې روسیې ته یې وسپاري.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل: «سخت کار کوو چې وګورو د یو بل ډېر بریالي وړاندیز په اړه څه کولای شو.»

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د همدې میاشتې په سر کې وویل چې روسیې د دوو امریکايي بندیانو د خوشې کولو لپاره یې «د پام وړ» وړاندیز رد کړی.

روسیې دوه امریکایي وګړي ایوان ګرېشکویچ او پاول ویلان بندیان کړي دي. ګرېشکویچ د والسټریټ ژورنال خبریال او پاول د امریکا د بحري ځواکونو پخوانی غړی دی.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي وو چې د مسئلې د حل هیله یې لرله او باید متحده ایالتونه «داسې پرېکړه وکړي چې د روسیې فدراسیون لپاره مناسبه» وي.

جان کربي وویل چې متحدو ایالتونو په «دې وروستیو کې یو جدي وړاندیز استولی و. روسانو پرته له دې چې د ښاغلي پوتین خبرو ته وګوري، هغه یې رد» کړی دی.

ګرېشکویچ ۳۲ کلن دی او د روان کال د مارچ په میاشت کې د روسیې د یکاتنبرګ په ښار کې د جاسوسۍ په تور ونیول شو. والسټریسټ ژورنال او هغه په خپله دا تور په کلکه ردوي.

ویلان بیا ۵۳ کلن دی او په امنیتي برخه کې د امریکا د موټرونو د پرزو په یو شرکت کې یې کار کاوه. هغه په ۲۰۱۸ کال کې په روسیې کې ونیول شو. په ده هم د جاسوسۍ تور لګول شوی.

بي بي سي له ویلان سره د چهارشنبې په ورځ یوه مرکه خپره کړه، هغه په دغې مرکې کې تور لګوي چې د امریکا حکومت هېر کړی او «زه ډېر خواشینی» یم. د ویلان کورنۍ وايي چې په زندان کې یو بل بندي هغه «په مخ وهلی او عینکې یې ورته ماتې» کړې دي.

کربي د دغې مرکې په اړه وویل چې «دا ډېره اندېښمنوونکې» ده او شاید ویلان تر فشار لاندې وي.

هغه وویل چې «په مسکو کې د خپل سفارت له لارې جدي کار کوو» چې ویلان ته روغتیايي او د مکالمې اسانتیاوې برابرې شي او «موږ به دا اندېښنې له خپلو روسي اړخونو سره مطرح» کوو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ متحدو ایالتونو له ونزویلا سره د ۱۰ بندیانو د تبادلې موافقه لاسلیک کړه.

د دغه راپور معلومات د فرانس پرس اژانس څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG