د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ غبرگو تورونو سربداله کړې ده


جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ څخه د وتلو په حال کې خبریالانو ته لاس پورته کړی
جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ څخه د وتلو په حال کې خبریالانو ته لاس پورته کړی

د ایف بي آی د پخواني رئیس نه جمهور رئیس ټرمپ غوښتنه کړی وه چی د ایف بي آی اداره دې د ملي امنیت د سلاکار مایکل فلین په اړه تحقیقات بند کړي. اوس یو معتبر جمهوري غوښتونکي استازي له ایف بي آی نه غوښتي چی ددې ادعا په اړه اسناد ور ولیږي.

د نیویارک ټایمز ورځپآڼې پرون لیکلي و چې د ایف بی ای پخواني رئیس د ولسمشر ترمپ سره د خپلو خبرو په یاداشت کې لیکلي چې ولسمشر ترمپ ورنه غوښتنه کړې چې د ملي امنیت سلاکار مایکل فلن په اړه تحقیقات ختم کړي.

دا خبری د ملي امنیت د سلاکار مایکل فلین له برطرفولو نه یوه ورځ وروسته د تیرې فبروري په میاشت کې شوي دي.

ددې رپوټ له خپریدلو سره سم د متحدو ایالتونو په ولسي جرگه کې د څارنې د کمېټې رئېس هوزې شافیټز په یوه لیک کې د ایف بي آی له نایب رئیس انډریو مکېب نه غوښتنه کړېده چی هغه ټول اسناد چی د کومي او ټرمپ په اړه دي د می تر ٢۴ مې پورې د څار جرگه گۍ ته وسپاري.

د ایف بي ای رئیس جیمز کومي چې ولسمشر بټرمپ برطرف کړ او د ملي امنیت پخوانی رئیس چې د روسیې سره د اړیکو پهتور استعفا ته اړ شو.
د ایف بي ای رئیس جیمز کومي چې ولسمشر بټرمپ برطرف کړ او د ملي امنیت پخوانی رئیس چې د روسیې سره د اړیکو پهتور استعفا ته اړ شو.

​د ولسی جرگې د استخباراتو د جرگه گۍ دموکرات غړی وایي "که ضرورت وي نو موږ به ېې د محکمې له لارې احضار کړو خو هیله ده چې موږ دغه اسناد په داوطلبانه ډول ترلاسه کړو. په دې کې یولړ داسې ادعاگانې دي چې ... د ایف بي آی له رئیس نه له ولسمشر سره د شخصي وفادارۍ غوښتنه وشوه. په دې لړ کې د ازمېښت په توگه ولسمشر هغه دېته وهڅاوه چی د مایکل فلین په اړه تحقیقات بند کړي".

د دموکراتانو دریځ دا دی چې د اف بي اي پخوانی رئیس جیمز کومي په داسې وخت کې برط‏رف شوی دی چې په انتخاباتو کې ېې د روسیې د مداخلې په اړه تحقیقات کول.

تیره ا ونۍ ولسمشر ټرمپ جیمز کومي برطرف کړ او له هماغه وخت راهیسې د سیاسي جنجالونو او انتقادونو توپان پیل شویدی .

د ملي امنیت سلاکار جنرال مایکل فلین وروسته له هغه نه استعفی وکړله چې د عدلیی وزارت سپینی مآڼۍ ته خبرداری ورکړ چی ښايی د ملي امنیت سلاکار د هغو اړیکو له امله چی د روسیی له سفیر سره ېې په واشنگټن کې لري د هغوی له خوانه له خوږ گوتی نه ونیول شي.

سپینې ماڼی یوه بیانیه د سه شنبې په ورځ خپره کړله او دا خبره ېې پکې رد کړله چی ولسمشر ټرمپ د ایف بي آی له پخواني رئیس جمیز کومي او یا بل چا څخه د مایکل فلین په اړه د تحقیقاتو د بندولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG