د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: ټرمپ روسیې ته پټ استخباراتي معلومات ورکړي


ټرمپ دوه اونۍ مخکې د سرگي لاروف سره په سپینې ماڼۍ کې د ملاقات په وخت
ټرمپ دوه اونۍ مخکې د سرگي لاروف سره په سپینې ماڼۍ کې د ملاقات په وخت

د امریکا دوو تنو لوړپوړو چارواکو د دوشنبې په ورځ ویل‏ي دي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسلامي دولت د ډلې په خلاف د عملیاتو په هکله د روسیې د بهرینو چارو د وزیر سره په ملاقات کې چې دوه هفتې مخکې شوی و، پټ معلومات شریک کړي و.

دغو دواړو چارواکو ویلي چې دغه پټ معلومات ورته د ترهگرو په ضد په جگړې کې د امریکا یو متحد ورکړیدي.

د امریکا سپینې ماڼۍ دغه تورونه رد کړیدي. د ملي امنیت د سلاکار مرستیالې ډینا پاول وویل "ولسمشر ټرمپ یواځې د هغوي سره د ترهگرو نه دواړو ملکونو ته د راپیښو خطرونو په هکله خبرې کړي."

دغه رپورټ لمړی د واشنگټن پوسټ په ورځپاڼه کې خپور شو. دیموکرات سناتور ډک ډربن دغې رپورټ ته په عکس العمل کې وویل چې د ټرمپ کارونه ډیر خطرناک او بی پروا دي.

په سنا کې د بهرنیوچارو د کمیټې رئیس جمهوري غوښتونکي باب کراکر وویل چې که دغه تورونه ریښتیا وي نو دا ډیره خطرناکه خبره ده.

یو چارواکي ویلي دي چې دغه استخباراتي معلومات په یوه ډیر محفوظ ځاي کې خوندي شوي و او یواځې یو څو تنو استخباراتي مامورینو ورته لاس رسې لرلو.

دغو چارواکو زیاته کړیده چې د هغې نه وروسته چې ولسمشر ټرمپ په ناڅاپې ډول دغه سري معلومات د روسیې سره شریک کړل، چارواکو سي آیي ای او د ملي امنیت اداری ته ټیلفون وکړ او هغوي یې پرې خبر کړل. دغه دواړو ادارو د گڼ شمیر استخباراتي متحدینو سره تړونونه لاسلیک کړیدي.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې ولسمشر ټرمپ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاروف او د روسیې د سفیر سرگي کسلیاک سره دغه پټ معلومات شریک کړي.

XS
SM
MD
LG