د لاس رسي وړ اتصالات

اډهانوم: د کروناوېروس ضد واکسین تر جوړېدو پورې روغتیايي لارښونې مراعات کړئ 


ملګرو ملتونو د وبا مخنیوی، د عامې روغتیا د لومړنیو لارښونو عملي کولو پورې تړلی دی
ملګرو ملتونو د وبا مخنیوی، د عامې روغتیا د لومړنیو لارښونو عملي کولو پورې تړلی دی

د کروناویروس ضد واکسین د تولیدولو په خاطر له روانو هڅو سره سره، د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ د اګست ۳مه (زمري ۱۳مه) خبرداری ورکړی چې هېڅکله به ددغه وېروس د ختمېدو لپاره کومه "فوق العاده حل لاره" پیدا نشي.

ډبلیو اېج او، له حکومتونو او خلکو څخه غوښتي چې د وبا د مخنیوي لپاره خپلو تدابیرو ته ادامه ورکړي. دغې ادارې ټولو ته سپارښتنه کړې چې معاینات وکړي، ټولنیز واټن مراعات کړي او ماسک وتړي.

د ډبلیو اېچ او عمومي مشر تېډروس اډهانوم انلاین خبري غونډې ته د وینا په ترڅ کې تمه ښودلې چې د خلکو د روغتیا لپاره "اغیزمن واکسینونه" جوړ شي.

ادهانوم ویلي چې اوس د وبا مخنیوی، د عامې روغتیا لومړنیو لارښونو عملي کولو پورې تړلی دی.

کروناوېرس په نړۍ کې نږدې ۶۹۰ زره کسان مړه کړي دي. دغه وېروس د ډیسامبر په میاشت کې د چین له وهان څخه نړۍ ته خپور شو. د رسمي سرچینو د شمېرو له مخې، اوس څه باندې ۱۸ مېلیونه کسان پر دغه وېروس اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG