د لاس رسي وړ اتصالات

د کویډ۱۹ واکسینونه د آزمایښت وروستي پړاو ته رسیدلي


د کرونا ویروس جوړیدو لپاره هڅې ګړندی شوي
د کرونا ویروس جوړیدو لپاره هڅې ګړندی شوي

روانه اونۍ د کروناویروس دوه واکسینونه د آزمایښت وروستي پړاو ته ورسېدل. څیړونکي توقع لري چې د روان کال تر پایه ددغو واکسینونو په خونديتوب او موثریت پوه شي.

د نړۍ په ۱۲۰ سایټونو کې د هغو واکسینونو ازمایښت پیل شوی دی چې د "بایونټک" او "فیزر" او د چین د "فوسن فارما" کمپنیو له خوا جوړ شوي دي.

په امریکا کې بیا په ۸۹ سایټونو کې د هغه واکسین ازمایښت پیل شوی چې د "مډرنا" کمپنۍ له خوا جوړ شوی دی.

فرانک ایدر په نیویارک کې د مډرنا د سایټ د مطالعاتو مسول وايي:" که یو وار له دې ازمایښت څخه تیر شو، کولای شو ټولو خلکو ته او په پراخه کچه تولیدات پیل او تر انسانانو یې ورسوو."

له دې کار وړاندې به دغه ازمایښتونه دا روښانه کړي چې واکسین په کومه اندازه خوندي او موثر دی.

د وانډربیلت پوهنتون استاد ویلیم شیفنر وايي:" دا په انسانانو کې د نوي ویروس په وړاندې د نوې ټکنالوژۍ واکسینونه دي. موږ باید په دې برخه کې ډیر پام وکړو او د واکسین خوندیتوب په ډیر دقت سره وڅارو."

د واکسین د ازمایښت په دریم پړاو کې په لس ګونه زره ناروغان شامل دي څو د واکسین جانبي عوارض وکتل شي. بل واکسین چې د ازمایښت په دریم پړاو کې دی، د اکسفورډ پوهنتون او د "آسترا زینیکا" د درمل جوړونې کمپنۍ دی.

د موډرنا او بایونټک د واکسین په شان، د اکسفورډ واکسین هم د ازمایښت په لومړیو پړاونو کې نتیجه ورکړیده، خو د اکسفورډ ددغې پروژې مسوله سارا ګیلبرت وايي دا کافي نده:" موږ نه پوهیږو چې دفاعي ځواب څومره باید پیاوړی وي، له دې کبله موږ یوازي دفاعي ځواب ته په کتو دا نشو ویلي چې آیا دا به خلک وساتي که نه. په پراخه کچه باید د ازمایښت درې پړاوونه ترسره شي."

وړاندې له دې چې د ازمایښتونو نتیجه معلومه شي، د بریټانیا حکومت میلیونونه ډالر او د امریکا حکومت په میلیاردونو ډالر کمپنیو ته ورکړي څو واکسین تولید کړي.

دوو چینايي کمپنیو هم په متحده عربي اماراتو او برازیل کې واکسینونه د ازمایښت دریمې مرحلې ته رسولي دي.

لږترلږ اوولس نور واکسینونه هم د نړۍ په مختلفو سیمو کې د ازمایښت په لومړیو مراحلو کې دي. کارپوهان وايي هر څومره ډیر واکسینونه چې جوړ شي، هغومره نیک کار دی، ځکه بیلابیل واکسینونه ممکن د خلکو بیلابیلو ډلو لپاره ښه کار وکړي.

XS
SM
MD
LG