د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۱۹ کې مو د میلیونو انسانانو ژوند ژغورلی


د کانگو په دموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ضد واکسین کمپاین
د کانگو په دموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ضد واکسین کمپاین

د روغتیا نړیوال سازمان وایي په ٢٠١٩ کال کې یې د نورو نړیوالو ادارو په ملتیا د نړۍ په گوټ گوټ کې په میلیونونو انسانان له مرگ او په ناروغیو باندې له اخته کیدو ژغورلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان او انډیوالو مؤسسو يي په ٢٠١٩ کې په څه باندی ۴٠ هیوادونو او سیمو کې د روغتیا ٥١ عاجلو پیښو ته ځواب ویلی او په ١٣٨ هیوادونو او سیمو کې یې د ۴۴٠ هغو گواښونو په هکله تحقیقات کړي دي چې عامه روغتیا ته متوجه وو.

د روغتیا د نړیوال سازمان یا WHO د بېړنیو مرستو اجرائیه مدیر مائکل راین د مرستو د کموالي په اړه د رپوټونو له خپریدو وروسته وویل په جنگ ځپلو او جنجالي سیمو کې د کمزورو روغتیايي سیستمونو د باثباته کولو کار روان دی.

ښاغلي راین وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان او انډیوالې ادارې یې په بنگله دیش کې د شاوخوا یو میلیون روهنگیایي مهاجرو سره د مرستې سربیره په یمن کې شاوخوا ١٠ میلیون خلکو ته روغتیایي مرستې برابرې کړې دي.

ښاغلی راین وايي، WHO او انډیوالو مؤسسو يي تقریبآ یو میلون ماشومان له داسی ناروغیو نه ژغورلي دي چې د واکسین کیدو له لاري مخه نیول کیدی شي او د څه باندی سل زرو هغو ماشومانو علاجيي کړیدی چې په جدي توگه د خوراک له کموالي یا سؤ تغذي سره مخامخ وو.

دا سازمان وایي د بین المللی ټولنی په مرستې سره یې ١٨ میلیونه ډالر دوه ځلې د ایبولا د ویروس په مخنیوي لگولي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې د ایبولا د مرگوني ویروس د مخنیوي لپاره څه باندی یو میلیارد ډالر لگول کیږي چې لا هم د کانگو د دموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې شته.

رپوټونه وايي، د ایبولا ٣٣٦٦ پیښې رپوټ شوي دي چې د مړینو شمیر یې ٢٢٢٧ ته رسیږي.

په نورو عاجلو پیښو کې چې د روغتیا نړیوال سازمان ورته په تیرکال کې ځواب ویلی دی، په موزمبیق کې طوفان، د سوريي او جنوبی سودان د جنجال پوری مربوط اضطاری حالت، په ایران کې د سیلابونو راوتل، په البانیا کې زلزله او د بحرالکاهل په واړه ټاپو سامووا کې د شري خپریدل شامل دي.

XS
SM
MD
LG