د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ ۲۰اوریز نړیوال جام سبا پیلیږي، څومره یې په اړه پوهېږئ؟ 


د افغانستان د کرکټ ملي‌ لوبغاړي‌ اماراتو ته رسېدلي دي
د افغانستان د کرکټ ملي‌ لوبغاړي‌ اماراتو ته رسېدلي دي

د کرکټ د ۲۰۲۱ شل اوریز جام سیالۍ سبا یکشنبه اکتوبر ۱۷په عمان او متحده عربو اماراتو کې پیلیږي او د نومبر په ۱۴نېټه به ختمیږي.

دا اووم ځل دی چې شل اوریز نړیوال جام سیالۍ کیږي. د ۲۰۲۱ سیالۍ باید په ۲۰۲۰ کې شوې وای، خو د کرونا ویروس له کبله یو کال وځنډېدې.

د کرکټ نړیواله شورا دا لوبې تنظیموي او کوربه یې د هند کرکټ‌ بورډ اداره ده. دا لوبې باید په هند کې شوې وای، خو هلته د کرونا ویروس د پېښو د زیاتوالي له کبله ونشوې.

لنډ تاریخ

د کرکټ‌ لومړی شل اوریز جام سیالۍ په ۲۰۰۷ کې په جنوبي افریقا کې وشوې چې په پایلوبه کې هند پاکستان ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

د ۲۰۰۹ کپ سیالۍ بیا په انګلنډ کې وشوې چې پاکستان وګټلې. او ورپسې سیالۍ یې په ویسټ انډېز کې وې چې انګلنډ وګټلې.

د ۲۰۱۲ سیالۍ په سريلانکا، د ۲۰۱۴ په بنګله دېش او د ۲۰۱۶په هند کې وشوې چې په ترتیب سره ویسټ انډیز او سریلنکا وګټلې. ویسټ انډیز د تېر نړیوال جام اتل ټیم دی. البته تر دې دمه یوازینی لوبډله ده چې دوه ځل یې دا نړیوال جام ګټلی دی. افغانستان په لومړي ځل په ۲۰۱۰ کې په دغو سیالیو کې ولوبېده چې یوه لوبه یې هم ونه ګټله.

د ۲۰۲۱ جام سیالیو لوبډلې

په دغو سیالیو کې ټول ۱۶ ټیمونه لوبیږي چې لس په کې د کرکت د نړیوالې شورا بشپړ غړي هېوادونه او پاتې نور یې د دویمې درجې لوبډلې دي.

په دغو لوبډلو کې افغانستان، استرالیا، هند، انګلنډ، بنګله دېش، جنوبي افریقا، پاکستان، سريلانکا، ویسټ انډیز، نیوزلنډ، ایرلنډ، سکاتلنډ، هالنډ، عمان، پاپوانیوګیني او نمیبیا دي.‌

دا لوبډلې به د شارجه، دوبۍ، ابوظهبۍ او عمان په میدانونو کې ټولې شاوخوا ۴۶ لوبې کوي.

دوې مرحلې

دا نړیوال جام دوې برخې لري، اوله برخه یې سبا په عمان کې پیلیږي چې د بنګله دېش او سريلانکا په ګډون چې د آی سي سي بشپړ غړي هیوادونه دي، د دویمې درجې اته هېوادونه په کې له یو بل سره سیالۍ کوي. دا ګروپ په دوو ډلو وېشل شوی دی.

د دغو اتو لوبډلو له ډلې به یې څلور د نړیوال جام دویم پړاو ته ځي.

په دویم پړاو کې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې شته چې د اولې مرحلې له څلورو ټیمونو سره به یې شمېر ۱۲ شي.

دا ۱۲ ټیمونه بیا په دوو ډلو وېشل شوي چې افغانستان به د اکتوبر په ۲۵ نېټه د نړیوال جام د اولې مرحلې له بریالي ټیم سره خپله لومړۍ لوبه کوي. ورپسې بیا له پاکستان، هند، نیوزلنډ او د اولې مرحلې د بل بریالي‌ ټیم سره لوبې لري.

د کرکټ‌ د نړیوالې شورا د دویمې مرحلې د ۱۲ لوبډلو له ډلې به یې څلور نیمه پایلوبې ته وځي او دوه به یې بیا پایلوبې ته لار کوي.

نقدې جایزې

د کرکټ نړیوالې شورا تېره اونۍ د نړیوال جام د سیالیو نقدي ‌جایزې اعلان کړې.‌

د نړیوال جام د سیالیو د اتلولۍ ګټونکې لوبډلې ته به ۱.۶ میلیون ډالر او دویم مقام اخیستونکي ته ۸۰۰زره ډالر ورکوي.

په ترتیب سره کومه لوبډلې چې په نیمه پایلوبې کې ماتې خوري، هغوی ته ۴۰۰زره ډالر جایزه ورکول کیږي.

همدغه راز، که یوه لوبډله نیمه پایلوبې ته نه وځي او په دویمې مرحلې کې له پرلپسې ماتو وروسته له نړیوال جام سره خدای په اماني کوي، ۷۰زره ډالر درکول کیږي. البته د اولې مرحلې هرې لوبډلې ته ۴۰زره ډالر ورکول کیږي.

د افغانستان د کرکټ کپتان محمد نبي هیله ښودلې ده چې په نړیوال جام کې ښه ولوبیږي او تر «پای پورې» ولوبیږي.

XS
SM
MD
LG