د روغتیا د نړیوال سازمان د تازه راپور له مخې، په افغانستان کې د پولیو د وحشي ویروس (WPV1) څلور نوې پېښې ثبت شوې دي.
راپور وايي د هرات په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو کې دوه پېښې ثبت شوې، او د پکتیکا په ډیله او د کندهار په ارغستان ولسوالیو کې یوه، یوه پېښه راپور شوې ده.
د راپور له مخې د دغو نویو پېښو سره په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د WPV1 (د پولیو د وحشي ویروس ډول ۱) د پېښو ټول شمېر ۱۹ ته ورسید.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په پاکستان کې د دې ډول ویروس ثبت شوې شمېرې ۳ دي.
افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د دې ویروس ۲۱ پېښې ثبت کړې وې.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغي پکې لا هم له منځه نده تللې.
فورم \ دبحث خونه