د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو اچ او: ۱۶۸زره ستنوشویو افغان کډوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي


د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په یو تازه راپور کې ویلي چې د خپلو همکارو ادارو په ملاتړ یې شاوخوا ۱۶۸ زره ستنو شویو افغان کډوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

دغه سازمان د یکشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر۲۴(مرغومې درېیم) په یو خپور شوي راپور کې ویلي چې هغو ستنو شویو کډوالو چې ورته روغتیايي مرستې برابرې شوي ۶۰ زره یې ښځې او ۳۵ زره یې نجونې دي.

ډبلیو ایچ او ویلي: "د ۲۰۲۳ کال د نومبر د لومړۍ ورځې او د ډسمبر تر ۱۹ ورځې ۱۶۷ زره او ۷۹۷ ستنو شویو کډوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي چې په کې په لومړنۍ او ثانوي کچه د روغتیا په اړه سلامشورې، روحي ناروغیو او همدا راز د مور او ماشوم د روغتیا په برخو کې خدمتونو وړاندې کول شامل دي."

ددغه سازمان د شمیرو له مخې د ډسمبر تر ۱۶ ورځې نږدې ۴۷۲ زره افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي چې ۳۰۴ زره یې د تورخم له لارې او پاتې نور د سپین بولدک او چمن په ګډون د نورو لارو خپل هیواد ته تللي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو ۴۸ فیصده یې ښځې، ۶۲ فیصده یې ماشومان دي چې تر ۲۴ فیصدو پورې ماشومان د پنځه کلنو څخه ښکته عمرونه لري.

په دغه راپور کې ویل شوي: "د ستنیدونکو کډوالو د پام وړ شمیر ښځې او ماشومان دي. په روغتیايي مرکزونو کې د تنګې فضا اومحدودو امکاناتو شتون د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې ستنیدونکو کډوالوته د روغتیايي خدمتونود برابرولو مخه نیسي او د خدماتو وړاندې کول لا پیچلي کوي."

راپور وايي په تیره یوه اونۍ کې د ستنیدونکو کډوالو ترمنځ د کرونا اوبا پیښو کې زیاتوالی راغلی او تیره اونۍ روغتیايي کارکوونکو د کرونا ۲۹۸ پیښې ثبت کړي چې د هغې ترمخه اونۍ پرتله ۷۹.۵ فیصده زیاتوالی ښيي.

همداشان دغې سازمان ویلي چې تیره اونۍ د سخت نس ناستي ۶۱ پیښې ثبت شوي چې د هغې ترمخه اونۍ پرتله ۱۷.۳ فیصده زیاتوالی ښيي.

دغه سازمان ویلي چې تر۹۰ فیصدو پورې ستنیدونکي کډوال په ننګرهار، کندهار، کونړ، کابل او کندز ولایتونو کې خپلو اصلي سیمو ته ستنیدل غواړي.

خو دغه سازمان ویلي چې اوس مهال ستنیدونکو کډوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یوازې ۵۰۰ زره ډالر شته او د ۹.۵ میلیونو ډالرو د بودیجې د کمښت سره مخ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG