د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایچ او: سږکال د سختې تنفسي ناروغۍ له امله ۲۰۰۰ افغانان مړه شوي


د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۳ کال کې د سختې تنفسي ناروغۍ له امله له ۲۰۰۰ څخه زیات افغانان مړه شوي دي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ اکتوبر۲۰ (تلې ۲۸) په یو راپور کې ویلي، چې د جنورۍ د میاشتې څخه د اکتوبر تر ۱۴ ورځې پورې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یو میلیون او ۳۲ زره د سختې تنفسي ناروغۍ پیښې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په دغه موده کې پر دغې ناروغۍ ۲۱۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي: "په شکمنو مجموعي مواردو کې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر لرونکو ماشومانو کې ۶۱.۷ فیصده او په ښځو کې ۴۹.۵ فیصده وو. په مجموعي ډول په ۳۴ ولایتونو کې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر لرونکو ماشومانو کې د مړینې کچه ۸۲.۵ فیصده او په ښځو کې د مړینې کچه ۴۶.۵ فیصده وه."

د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي، چې سږکال د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ کلنو پرتله په اوسط ډول د سختې تنفسي ناروغۍ باندې د اخته شویو کسانو شمیر زیات ثبت شوی دی.

دغه سازمان ویلي، چې یوازې تیره اونۍ افغانستان کې له ۱۷۳۰۰ څخه زیاتې مشکوکې پیښې او په سختې تنفسي ناروغۍ د ۳۷ کسانو د مړه کیدو راپور ورکړل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې د سختې تنفسي ناروغۍ د درملنې لپاره د چمتوالي او د چټک او اضطراري غبرګون کمیتې د ولایتونو په کچه فعالې شوي دي او په ۳۴ ولایتونو کې د څارنې ټیمونه په فعال ډول ددغې ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي: "د سختې تنفسي ناروغۍ په موقع د تشخیص د پیاوړتیا او پر وړاندې یې د غبرګون لپاره د مختلفو ولایتونوڅخه څارنه شوې ده".

ددغه سازمان د وینا پر اساس په راروان ژمي کې د سختې تنفسي ناروغۍ پر وړاندې د چمتووالي لپاره په مجموعي ډول شاوخوا ۴۰۰ ډوله بستې د روغتیا د نړیوال سازمان د کابل د دفتر په ګودامونو کې د روان کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې ځای پرځای شوي دي، چې ددغې ناروغۍ د خپریدو په صورت کې به ولایتونو کې ساحوي دفترونو ته د ویشلو لپاره واستول شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG