د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: په میلیونونو افغانان روغتیايي خدماتو ته لاس رسی نلري


د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو د کچې ټيټوالې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې اوس مهال په دغه هیواد کې په میلیونونو کسان روغتیايي خدماتو لاس رسی نلري.

دغه کمېټې د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري اتمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه هیواد کې د بشري بحران زیاتېدو سره، د خلکو پر مخ زرګونه روغتیايي مرکزونه بند شوي دي او یا یې خپل فعالیت درولی دی.

د سره صلیب کمېټې په وینا په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو بندېدو او نه فعالیت له امله، ګڼ شمېر ناروغان د خپلې درملنې لپاره لیري سیمو ته ځي تر څو روغتون یا کلینیک ته ځان ورسوي.

یادې کمېټې ټینګار کړی دی چې اوس مهال زیات خلک په شخصي روغتونونو کې د خپلې درملنې توان نلري.

په دې وروستیو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ ویلي و چې د افغانستان روغتیايي سیستم د کرونا ویروس د څپې او شري ناروغۍ زیاتوالې له امله له زیاتو ستونزو سره مخ شوی دی.د دغه کمېشنرۍ په وینا د څه وخت راپدېخوا زرګونو روغتیايي کار کوونکو او افغان ښوونکو خپل معاشونه نه دي اخیستی.

پر همدې مهال په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو ټولنې په دغه هیواد کې د شري ناروغۍ زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي چې په دغه ناروغۍ تر ډېره تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان اخته کیږي.

دغه بنسټ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یوازې په تیرو دوو اونیو کې د کندز په روغتون کې په شري ناروغۍ اخته ۴۰۰ ماشومان بستر شوي دي.

د بې پولې ډاکترانو په وینا دوی له شري ناروغۍ سره مقابلې او مخنیوي پرخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او اوس مهال یې په کندز د یادو ناروغانو د درملنې مرکز پراخ کړی دی.

یادې ټولنې زیاته کړې چې په کندز کې ۸۰ سلنه ناروغان چې د دوی مرکز ته مراجه کوي، تنفسي ستونزې لري.

دا په داسې حال کیده چې تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې د روان میلادي کال له پيل څخه په افغانستان کې په شري ناروغۍ اخته څه باندې ۱۸زره پېښې ثبت شوي دي چې له دغه جملې څخه ۱۴۲ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه سازمان د روانې مارچ میاشتې پر ۱۴مه د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د شري ناروغۍ واکسین کمپاین پيل کړی چې په وینا یې ۱.۲ میلیون ماشومان به پکې واکسین شي.

XS
SM
MD
LG