د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان: تیره میاشت ۹۰۰ زرو افغانانو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي


د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې د نړیوالو شریکانو په ملاتړ یې د روغتیايي کلسټر له لارې په ۳۴ ولایتونو کې روغتیايي مرستو ته اړو ۹۰۰ زره افغانانو ته روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۵( حوت شپږم) ویلي چې د هغو کسانو په ډله کې چې تیره میاشت یې روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي ۴۵ فیصده یې ښځې، ۲۳ فیصده سړي او ۱۶ فیصده یې نجونې او ۱۶ فیصده نور یې هلکان وو.

ددغه سازمان د معلوماتو په اساس دا روغتیايي خدمتونه د ۵۱ داخلي او نړیوالو غیر دولتي موسسو له خوا د ۳۴ ولایتونو په ۳۱۰ ولسوالیو کې د ۹۱۶ روغتیايي مرکزونو او روغتونونو له لارې رسول شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمیرو له مخې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې شاوخوا ۸۲ زره کسانو د روحي ناروغیو د درملنې، له ۵۸ زرو څخه زیاتو کسانو روحې درملنې د ملاتړ په برخه کې ۷۴۳ زرو کسانو لومړني روغتیايي خدمتونه او شاوخوا ۹۰ زره نورو د ثانوي روغتیا د درملنې په برخه کې خدمتونه ترلاسه کړي دي.

ددغه سازمان د معلوماتو پر اساس ښځو ترټولو زیات روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي چې روحي ناروغیو په برخه کې ۶۰ فیصده، لومړنیو خدمتونو په برخه کې ۴۴ فیصده او د ثانوي کچې درملنې په برخه کې ۴۰ فیصدو ښځو دا خدمتونه ترلاسه کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ټاکل شوې په روان ۲۰۲۴ میلادي کال کې ۱۲.۸ میلیون افغانانو ته به روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، د جنورۍ په تیره میاشت کې ددغه شمیر اوه فیصدو یې روغتیايي خدمتونه اخیستي دي.

ددې وړاندې دغه سازمان ویلي و چې په ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې د روغتیا سکټور د ننګونو سره مخ اوسي. دغه سازمان د فبرورۍ ۲۲ (کب درییم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې افغانستان کې خلک د یوې خوا د یو ناپایداره روغتیايي سیستم سره مخ دي او د بلې خوا د خوراکي توکو د کمبود او د خوارځواکۍ سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د روغتیا د سکټور پر وړاندې ګواښونو ته د ځواب ویلو لپاره درې ستراتیژیک لومړیتوبونه په پام کې نیولي دي.

لیرو پرتو سیمو ته رسیدل او د ښځو او نجونو روغتیا ته لومړیتوب ورکول او د روغتیا په سکټور کې همغږي د لا ښه موثریت لپاره دغه سازمان په روان کال کې د خپل سترایژیکو لومړیتوبونو په توګه یاد کړي دي.

دغه سازمان ویلي: "د روغتیا نړیوال سازمان ۳۵۲ میلیونه اضافي ډالر د خپلې ۴۲۳ میلیونو ډالرو د بودیجې د پوره کولو لپاره په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کې اړتیا لري".

ددې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي و چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۱۷.۹ میلیونه کسان به روغتیايي خدمتونو ته اړتیا ولري.

خو دغې ادارې ویلي چې مرستو ته ددغو ټولو اړو کسانو له ډلې به یوازې ۱۲.۸ میلیونو کسانو ته د خپلو پروګرامونو له لارې مرستې برابرې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG