د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان د 'بیزو دانې' وبا نوم بدلوي


د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) هڅه کوي د بیزو دانې (monkeypox)د ناروغۍ نوم بدل کړي او نن سه شبنې ۱۶ اګست (زمري ۲۵) یې له عامو خلکو وغوښتل چې په نړۍ کې په چټکۍ سره ددغې خپرېدونکي وبا دپاره داسې نوم پیشنهاد کړي چې پر کوم خاص ژوي باندې داغ نه وي.

د روغتیا نړیوال سازمان د مۍ د میاشتې راهیسې په افریقايي هېوادونو او د نړۍ په نورو برخو کې ددغې خپرې شوې وبا د نوم په اړه اندېښنه ښودلې ده.

کارپوهان وايي دغه نوم پر بیزوګانو داغ لګوي او وايي، ددې وبا په خپرېدو کې بیزوګانې او یا د افریقا لویه وچه هیڅ ډول رول نلري.

په برازیل کې، د بیلګې په ډول، په همدې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې خلکو ددغې ناروغۍ د خپرېدو له ویرې پر بیزوګانو باندې بریدونه کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویاندې فضیلې چایب په ژنیو کې خبریالانو ته وویل: "غواړو داسې نوم ولټوو چې داغ و نه لګوي". هغې زیاته کړه چې ددې دپاره یې له عامو خلکو مرسته غوښتې چې د یوه ځانګړي شوي ویب سایټ له لارې مناسب نومونه پیشنهاد کړي.

پر دغې وبا باندې د بیزو دانې نوم ځکه ایښودل شوی دی چې په ۱۹۵۸ میلادي کال کې دغه ویروس د لومړي ځل دپاره د دنمارک په یوه لابراتوار کې په هغو بیزوګانو کې وموندل شو چې د آزموینو دپاره ساتل شوې وې. خو دغه ویروس په نورو حیواناتو، په ځانګړي ډول په موږکانو کې هم لیدل شوی دی.

دا ویروس چې د تبې، ځان دردۍ او پر پوستکي باندې د نټاکو راختلو سبب کیږي، د مې د میاشتې راهیسې په نړۍ کې په خورا چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او د نړیوالې روغتیا دپاره د اضطراري حالت سبب شوی دی.

که څه هم دا ویروس له حیواناتو څخه انسانانو ته انتقالېږي، خو د روغتیا نړیوال سازمان کارپوهان وايي چې په دې وروستیو کې په نړۍ کې ددې وبا د خپرېدو اصلی لامل د انسانانو ترمنځ اړیکې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تېره اونۍ وویل چې د کارپوهانو یوې ډلې چې ددغه سازمان له لوري ګومارل شوي وو، ددې ناروغۍ د څو فرعي انواعو (کلاډونو) دپاره نومونه پیشنهاد کړي دي.

تر اوسه پورې، ددې ناروغۍ دوو فرعي ډولونو ته د هغو سیمو نومونه ورکړل شوي دي چې دغه ویروس پکې په لومړي ځل لیدل شوی دی. له دې جملې څخه یو د کانګو حوزه او بل هم جنوبي افریقا ده.

خو د سیمو د نومونو د اخیستو پر ځای کارپوهانو پرېکړه کړې چې دغو فرعي انواعو ته (کلاډ-۱) او (کلاډ-۲) وویل شوي. د کلاډ-۲ یو فرعي ډول هم تشخیص شوی دی. دغه فرعي ډول ته د (کلاډ-۲ ب) نوم ورکړل شوی او کارپوهان وايي همدا فرعي ډول په دې وروستیو کې په نړۍ کې ددې وبا د خپرېدو د اکثره پېښو لامل دی.

XS
SM
MD
LG