د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان له نړیوالو غواړي چې د صحت او مصونیت په اړه د خلکو په پوهولو کې ورسره مرسته وکړي

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي وايي، د نړۍ د روغتیا، خوندیتوب او مقاومت د پیاوړتیا لپاره په کار ده چې په نړیواله توګه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي.

د روغتیا نړیوال سازمان په پام کې لري چې د روغتیا اړوند مسایل سږ کال د ملګرو ملتونوعمومي اسمبلۍ په غونډه د (باور بېرته رغول، د بدلون مدیریت) تر موضوع لاندې ترسره کېږي.

د ملګرو ملتونو یو اتیامه عمومي غونډه د رودان میلادي کال د سپیټمبر په اتمه پيل شوې او د همدې میاشتې تر دوه ویشتمې نېټې به دوام ولري.

د روغتیا نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي، هیوادونه لا هم د روانو روغتیايي بیړنیو حالاتو، اقتصادي فشارونو، د موسم له بدلون سره تړلو ګواښونو او د پراختیايي مرستو د کمېدو له اغېزو سره مخ دي.

دغه سازمان زیاته کړې، هېوادونه هڅه کوي چې د روغتیايي سیستمونو د پیاوړتیا او د راتلونکو خطرونو پر وړاندې د خلکو د ساتنې لپاره نوې لارې چارې ومومي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د نورو روغتیايي مسایلو ترڅنګ، په اوس وخت کې د دوی لپاره د ناروغیو مخنیوی، د روغتیا نړیوال سازمان لپاره دوامدار مالي تمویل، اقلیم او روغتیا، ډیجیټلي نوښتونه او مصنوعي ځیرکتیا، نړیوال روغتیايي امنیت، او د انعطاف‌منو روغتیايي سیستمونو پیاوړتیاوړي کول مهم دي.

دغه سازمان وايي، د ملګروملتونو عمومي غونډه د حکومتونو او شریکانو لپاره یو مهم فرصت برابروي، څو د ۲۰۲۳ کال د لومړۍ لوړه‌پوړې غونډې راهیسې شوي پرمختګونه وارزوي او د علم، پیوستون او نړیوالې همکارۍ له لارې په راتلونکو کې د وباوو ناروغۍ د مخنیوي لپاره خپل سیاسي تعهد بیا تازه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان په تازه څرګندونو کې ویلي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په نړیواله کچه د پام وړ پرمختګونه شوي دي. په دې پرمختګونو کې د روغتیا نړیوال سازمان د وبا تړون (WHO Pandemic Agreement) تصویب، د نړیوالو روغتیايي مقرراتو پیاوړتیا، د وبا صندوق (Pandemic Fund) جوړول، د وباوو او ساري ناروغیو د استخباراتو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د مرکز (WHO Hub for Pandemic and Epidemic Intelligence) رامنځته کول، د روغتیا نړیوال سازمان د بایوهاب سیستم (WHO BioHub System) جوړول، د نړیوال روغتیايي بیړني حالتونو د ځواکونو (Global Health Emergency Corps) رامنځته کول، او د سیمه‌ییزو واکسینونو د تولید لپاره د ملاتړ پراخول شامل دي.

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو د یو اتیایمې عمومي غونډې پر مهال به د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له غړو هېوادونو او شریکانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، څو ډاډ ترلاسه شي چې د کوویډ-۱۹ له وبا څخه ترلاسه شوي درسونه په دوامدارو او عملي اقداماتو بدل شي.

د دې هڅو موخه دا ده چې داسې نړۍ رامنځته شي چې نه یوازې روغتیايي پلوه ښه وي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره لا خوندي، عادلانه او د راتلونکو ستونزو پر وړاندې لا پیاوړې او انعطاف‌ منونکې هم وي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG