د لاس رسي وړ اتصالات

څوک او ولې په افغانستان کې شیعه ګان په نښه کوي؟


سره لدې چې پدې تیرو شلو کالونو کې په افغانستان کې په ملکیانو داسې ستر بریدونه وشول چې مرګ ژوبله پکې بیخي ډیره وه خو اسلامي افراطي ډلو په ځانګړې توګه د شیعه مذهبو او هزاره ګانو ښوونځي، روغتونونه، مدني مظاهرې، عامه ځایونه، جوماتونه او تکیه خانې په نښه کړي.

تر ډیره د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې پدې قومي او مذهبي اقلیتونو د بریدونو د کولو ادعاوې کړي.

خو پوښتنه دا ده چې ولې په افغانستان کې یوازې شیعه ګان په نښه کیږي؟ او که چیرته داعش – خراسان په شان سخت دریځه ډلې د دا شان بریدونو د کولو ادعا کوي، آیا د دې تشدد لپاره دا ډلې کوم دلیل لري که نه؟.

د افغانستان د پخواني حکومت د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي پدې باور دی چې د بې دفاع ملکیانو وژل هیڅ ډول دیني او مذهبي توجیه نلري.

معنوي پدې هکله امریکا غږ ته په یو پیغام کې ویلي، " په شرعیت کې هیڅ داسې توجیه نشته چې یو څوک د عقیدې، د عبادت د څرنګوالي، دود او دستور او یا شکل په خاطر ووژل شي.د قرآن لسګونه آیاتونه او نبوي احادیث پدې هکله شته دي."

ښاغلي معنوي د کابل په لویدیځ کې د عاشورا په مراسمو تازه بریدونو ته په اشارې وویل چې دا ډول وژنې د نه بخښنې وړ او د بشریت ضد جنایتونه دي.

په عین حال کې د امریکا د وبرجینیا په ایالت کې افغان حافظ سید عبدالولي چې تقریبا ۲۵ کاله کیږي په جومات کې امام دی او په خپله یې د سني مذهب پیرو دی وایي چې په اسلام کې د یو بې ګناه انسان وژل د ټولو انسانانو وژل دي.

هغه امریکا غږ سره په مرکې کې وویل، " د یوې ټولنې داسې کسان وژل چې په جګړې کې برخه نلري، دیني بڼه نلري او په انساني قانون کې هم دا ډول وژنې د منلو وړ ندي."

دې دیني عالم زیاته کړه چې په افغانستان کې په شعیه مذهبو مسلمانانو بریدونه چې تاریخي ریښه یې د اسلام لومړنیو کالونو ته رسیږي خو اوس یې د هغه په قول " یو شمیر ناپوهه انسانان ترې ناوړه ګټه اخلي او همدې اساس هغوي دا ډول غیر انساني جنایت کوي".

سره لدې چې د داعش-خراسان څانګه په ډیرو پیښو کې په شیعه ګانو او هزارګانو د بریدونو د کولو ادعاوې کوي خو په ایران کې میشت کارپوه یعقوب یسنا پدې باور دی چې د داعش لخوا د دې بریدونو مسؤلیت اخیستل "مشکوک" دي او نشي کیدی چې پدې وژنو کې د طالبانو لاس لرل وایستل شي.

دې لیکوال او څیړونکي د امریکا غږ سره په مرکې کې وویل، " طالبان په کلتوري او مذهبي توګه د شیعه مذهب د له منځه وړلو په لټه کې دي. د کومې ورځې چې طالبان واک ته رسیدلي، د شیعه ګانو جعفري فقه یې په رسمي توګه منع کړې. د عاشورا مراسمو ته یې هم په ښار کې په تاریخي او سنتي توګه اجازه نده ورکړې. هغه بیرغونه چې د عاشورا لپاره پورته شوي وو، ښکته کړي او د افغانستان د جنترۍ څخه یې د عاشوار ورځ ایستلې ده."

د اهل سنت یو بل کارپوه چې د امنیتي دلایلو له کبله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، د ښاغلي یسنا په شان نظر لري او وایي چې طالبان او داعش توپیر نلري.

هغه وویل، "طالبان د جعفري فقه په رسمیت نه پیژني، د عاشورا د ورځې رخصتۍ یې لیرې کړي او د یوزایني طالب قوماندان مهدي مجاهد چې هم شیعه او هزاره دی په ضد یې جګړه وکړه او هغه یې وځپه."

دې کارپوه د شیعه ګانو او په ځانګړې توګه د هزاره ګانو سره د طالبانو دښمنۍ ته په اشارې وویل، "طالبانو چې پخوا یې عبدالعلي مزاري وژلی و، اوس یې په ښار کې د هغه عکسونه او نومونه هم ټول کړي نو څنګه سړی ووایي چې طالبان د شیعه ګانو او هزاره ګانو سره ښه نیت لري. که د شیعه ګانو او هزاره ګانو سره د هغوي کړنې په سمه توګه وڅیړل شي، د داعش سره هیڅ توپیر نلري. "

عبدالعلي مزاري د افغانستان د حزب وحدت اسلامي پخوانی مشر او هزاره ګانو یو رهبر و چې د ۱۹۹۰ لسیزې په کورنیو جګړو کې ښکیل و او کله چې طالبان په ۱۹۹۶ کال کې واک ته ورسیدل، هغه یې لومړی ونیوه او بیا یې په مرموزه توګه وواژه.

خو ددې کارپوهانو بر خلاف د طالبانو ارګ په ټویټر کې د رئیس الوزار د سیاسي مرستیال عبدالکبیر له قوله ویلي چې "اسلامي امارت د نظام په توګه د ټولو افغانانو خادم دی او پرته لدې چې د قوم او مذهب په نظر کې ونیسي، د ټول ولس په خدمت کې دی او هڅه کوي په افغانستان کې د دښمن د هر ډول شوم هدف مخه ونیسي. "

ارګ همدارنګه په کابل کې د عاشورا په مراسمو تازه بریدونو ته په اشارې ویلي چې "دا ډول پیښې د افغانانانو تر منځ د بې اتفاقۍ سبب نشي کیدی."

خو بل پلو د افغانستان د پخواني حکومت د کډوالو او بیرته ستنیدونکو وزیر نور رحمان اخلاقي وایي چې لدې انکار نشي کیدی چې د شعیه ګانو وژل د داعش کار دی خو پدې هم ټینګار کوي چې پدې تیرو څو کالونو کې طالب د داعش د نامه څخه ګټه اخیسته.

هغه زیاته کړه، "اصلي ټکی دا دی چې په عقیده کې طالب او داعش هیڅ توپیر نلري. د سخت دریځو لپاره د شیعه ګانو وژل په بشپړه توګه روا دي."

که څه هم چې طالبانو ادعا کړې پرته لدې چې د کوم چا مذهب او قوم په نظر کې ونیسي، د ټول افغان ولس په خدمت کې دي خو په متحده ایالاتو کې میشت کارپوه ادریس رحماني چې د افغانستان مسایل څاري، امریکا غږ سره په مرکې کې د طالبانو پدې ادعا شک څرګند کړ.

ښاغلي رحماني وویل، " طالبان دیته لیوال ندي چې په ګټه یې نه وي، د هزاره ګانو دفاع وکړي. طالبان د یوې سني مدرسې تولید دي."

ښاغلي رحماني زیاته کړه، "که چیرته یو څوک له ماشومتوبه د سني مذهبو په سخت دریځه مدرسه کې لوست وکړي او بیا راشي او د شیعه ګانو ملاتړ وکړي او په هغوي مهرباني وکړي. که د شیعه او سني مذهب تر منځ داسې اړیکه وي، مونږ به په اسلام کې دا ډول خونړی تاریخ نه درلود."

ځیني کارپوهان پدې باور دي چې که طالبان په افغانستان کې د شیعه ګانو او هزاه ګانو خوندیتوب ته لیوال ندي، نو مجبورا چې دا قومي او مذهبي اقلیت د ژغورنې د حل لار د لټولو لپاره نړیوالې ټولنې ته مخه کړي.

XS
SM
MD
LG