د لاس رسي وړ اتصالات

څومره اوبه وڅښو او نه څښل یې څه تاوانونه لري؟


د انسان بدن په منظمه توګه د خولې، سا خوشې کولو او میتیازې کولو له لارې اوبه ضایع کوي له همدې کبله اړینه ده چې د دغې تشې د ډکولو لپاره په کافي اندازه اوبه وڅښي او د اوبو د نشتون له تاوانونو نه ځان وژغوري.

اوبو ته د هر شخص اړتیا د هغه د اوسېدو ځای، کار او د وجود طبیعت ته اړه لري. د بېلګې په توګه اوبو ته د یوه خټګر بدن چې د دوبي په تودو ورځو کې د سوځنده لمر لاندې خټې پخوي، د هغه کس په پرتله چې په دفتر کې د کمپیوټر تر شا ناست دی ډېره ده. د دې پر بنسټ هر کس اوبو ته یو شان اړتیا نه لري.

د امریکا د ملي علومو اکاډمۍ وړاندیز کړی چې یو سړی باید په یوې شپې ورځې کې ۳،۷ او ښځې باید ۲،۷ لیټره مایعات وڅښي. خو له دې کبله چې په یو شمېر خواړو کې مایعات شته نو سپارښتنه کیږي چې لږ تر لږه اته پیالې/دوه لیټره اوبه وڅښي.

  • ایا اوبه د انسان پر ځواکمنتیا او ماغزو اثر لري؟

ډېرو څېړنو ثابته کړې چې د ورځې په اوږدو کې د اوبو نه څښل د ټول بدن کم ځواکمنېدو او د ماغزو د لږ فعالیت سبب کیږي.

بله خوا پر ښځو باندې شوې څېړنې ښيي چې د ورزش په اوږدو کې کله چې د دوی بدن اوبه ضایع کوي له هغه وروسته د دوی تمرکز کمزوی کیږي.

بله څېړنه ښيي چې په منځنۍ توګه د اوبو کمښت د ماغزو پر فعالیت منفي اثر کولی شي.

  • اوبه څښل د وزن کمولو سره څه تړاو لري؟

یو شمېر څېړنې اوبه څښل او د وزن بایللو سره تړلي ثابت کړي دي.

د څېړونکو د اټکل له مخې په یوې شپې ورځې کې د دوه لیټرو اوبو د څښل د بدن ۹۶ سلنه کالوري سوځوي.

سپارښتنه کیږي چې او به سړې وڅښل شي تر څو بدن یې خپل طبیعت سره سم یعنې ۳۷ درجې سانټیګرېت ته ګرمې کړي او دا لړۍ خپله کالوري سوځوي.

بله څېړنه ښيي چې له ډوډۍ خوړلو یو ساعت مخکې د اوبو څښل د اشتها کمزورې کوي. په دې اساس په ځانکړې توګه په مشرانو کسانو کې د دېرې ډوډۍ له خوړلو ډډه کیږي.

نورې څېړنې ښيي چې د اوبو د ډېر څښل، د سرطانونو، قبضیت او پوښتورګي کې د تیږې د پیدا کېدلو ګوښ راکموي.

ځينې کسان د اوبو پر ځای چای یا قهوې څښي خو په یاد لرئ چې په دې څښاک کې د کفین شتون د میتیازې ژر راولي او د مایعاتو د ضایع کېدو سبب ګرځي.

  • د بدن د مایعاتو ضایع کېدل

کارپوهان وايي چې هغه کسان چې په منظمه توګه ورزش کوي یا په ګرمې/سړې هوا کې کار کوي باید په کافي اندازه او ان تر هغه هم ډېرې اوبه وڅښي.

له دې سره سم هغه مېرمنۍ چې په رحم کې ماشوم لري باید ډېرې اوبه وڅښي ځکه د قی کولو او نس ناستي نه مخ نیوی کوي.

په ټوله کې له دې لپاره چې د انسان د بدن ۶۰ سلنه برخه له مایعاتو جوړه شوې ده نو د اوبو کمښت د بدن غړي خپلې دندې په سمه توګه سر ته نشي رسولی.

تر ټوله ښه لاره ده دا ده چې ډېرې اوبه وڅښل شي. له ډوډۍ خوړلو مخکې، په اوږدو کې او وروسته باید یو یو ګیلاس وڅښل شي.

همدا شان هغه کسان چې درانه فزیکي کارونه یا ورزش کوي باید د فعالیت مخکې وروسته او په اوږدو کې اوبه هېرې نه کړي.

XS
SM
MD
LG