د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا انتخابات د داخلي افراطیانو له ګواښ سره مخ دي – مقامات 


د امریکا د متحده ایالاتو مقامات خبرداری ورکوي چې داخلي افراطیان د راتلونکې میاشتې جمهوري ریاست انتخاباتو ته ګواښ کیدلی شي.

مقامات د سیاسي کړکیچ زیاتیدل، داخلي ناارامۍ او بهرني اطلاعاتي کمپاینونه ددغو ګواښونو لاملونه ګڼي.

د امریکا د فدرالي پلټنو د ادارې یا اف بي آی او د کورنیو چارو وزارت په یاداشت کې راغلي دي چې انتخاباتي اهدافو ته د داخلي سخت دریځو ګواښونه ښایي د نومبر د دریېمې نیټې په درشل کې زیات شي.

د دغو ګواښونو په اړه معلومات ډیری وخت د امنیتي ارګانونو دننه پاته کیږي او بهر ته نه وځي. خو د نیوجرسي ایالت د داخلي امنیت دفتر تیره اونۍ په یو بیساري اقدام کې ددغو ګواښونو خبر په خپله ویبپاڼه خپور کړ.

د نیوجرسي د داخلي امنیت د دفتر امر جیرد مپلس، چې دغه خبر یې خپور کړی وویل: "داسې کوم شی د امریکا د متحده ایالاتو په تاریخ کې ندی پیښ شوی او که پیښ شوی هم وي له هغه څخه پیړۍ او لسیزې تیریږي."

د نژادي عدالت او د پولیسو د قساوت پر ضد د وروستیو څو میاشتو سرتاسري اعتراضونه تر ډیره حده سوله ییز وو، خو ځینې یې په تاوتریخوالي اووښتي چې معمولاً په کې چپ او ښیي اړخي افراطیان ښکیل وو.

د امریکا متحده ایالات په دوه اړخه سیاسي شرایطو کې د کروناویروس د وبا، د بیکارۍ د زیاتیدو او د جمهوري ریاست د بحثونو ډکو انتخاباتو سره مخامخ دي.

دا پداسې حال کې دي چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ خپله لومړنۍ انتخاباتي مناظره یو ځل بیا پدې ټینګار سره چې د پست له لارې رای ورکول له درغلیو ډک دي، د انتخاباتو د نتیجو د منلو په هکله پوښتنې ته ځواب ورنکړ.

خو د انتخاباتو د نتیجو د منلو په بحث کې جو بایدن د امریکا له ولس وغوښتل هر ډول چې کولای شي رای ورکړي، خو ویې نه ویل چې که ګټونکی یا بایلونکی اعلان شي د انتخاباتو نتیجې به ومني.

د پستې له لارې په رای ورکولو کې مستندې درغلۍ ډیرې کمې دي او د انتخاباتو کارپوهان وایي د بهرنیو لوبغاړو لپاره تقریباً غیرممکنه ده چې د رایو د حعلي لیکونو په استولو سره انتخابات ګډوډ کړي.

XS
SM
MD
LG