د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو نړیواله ورځ ولې لمانځل کیږي؟


ملگرو ملتونو په کال ١٩٧٥ کې د مارچ اتمه نیټه په لمړي ځل د د ښځو د حقونو د ورځ په توگه وټاکله خو د ښځو ورځ د سلو کلونو نه زیات زوړ تاریخ لري

د نړۍ په بیل بیل ملکونو کې هر کال د اتم مارچ ورځ د ښځو د حقونو او د هغو د کامیابیو د پیژندگلو لپاره لمانځل کیږي. دغه ورځ د ملک، مذهب، قوم، رنگ، نسل او سیاسي فکر پرته د ټولو میرمنو د مساوي حقونو لپاره لمانځل کیږي.

د ښځو د ورځې لمانځنه د نولسمې پیړۍ په اخیره او د شلمۍ پیړۍ په لمړیو کلونو کې د کارگرو د تحریک په نتیجه کې پیل شوه.

د شلمې پیړۍ په پیل کې دغه ورځ په لمړني ځل په امریکا کې د ١٩٠٩ کال د فرورۍ په ٢٨ د سوشلسټ گوند لخوا د هغو کارگرو ښځو په حق کې ولمانځل شوه چې په ١٩٠٨کال کې یې د کار پر ځاې کې د خراب وضعیت له کبله مظاهرې کړې وی.

ځینې منابع دا هم وایي چې د ١٩٠٨ کال د نیویارک ښار په دغې مظاهرې کې چې پکې ١٥ زرو پورې ښځو گډون کړی و، د راې اچونې د حق غوښتنه وکړه.

د ملگرو ملتونو یوه مقاله لیکي چې د کال ١٩١٣ او کال ١٩١۴ کې د ښځو دغه ورځ په ټوله نړۍ کې د حقونو غوښتنې لپاره وټاکل شوه او په مختلفو ملکونو چې پکې امریکا او اروپا شامل دي، مظاهرې وشوی.

په کال ١٩١٧ کې د مارچ په اتمه نیټه په روسیې کې ښځو د جنگ ضد مظاهرې وکړی.

د نړیوال لمړي او بیا دوهم جنگ نه وروسته په غربي ملکونو او په خاصه توگه په امریکا کې ښځو د مساوي حقونو لپاره مبارزې پیل کړې وي او په دغه لړ کې یې ډیرې کامیابۍ وموندلی.

ملگرو ملتونو د ١٩٧٥ کال د ښځو مبارزې، حقونو او د هغوي کامیابیو ته مختصص کړ. همدغه کال ملگرو ملتونو پریکړه وکړه چې د مارچ اتمه به هر کال د ښځو د کامیابیو د پیژندگلو لپاره لمانځي.

دغه ورځ په افغانستان او پاکستان کې لا هم په دی تمه لامانځل کیږي چې د هرې سیمې ښځې د انسان په توگه اساسي حقونو ته لاسرسې ولري، نورې د تعلیم نه محرومه پاتې نه شي او د غیرت او ناموس قرباني نه شي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG