د لاس رسي وړ اتصالات

د مارچ په اتمې اته پښتنې مبارزې وپیژنئ


د مارچ اتمه په نړۍ کې د ښځې د ورځې په توګه نمانځل کیږي. پدغه ورځ تاسو ته د افغانستان او پښتونخوا اته هغه ښځې درپيژنو چې هرې یوې یې خپل ژوند د ښځو او ټولنې ښیگڼې او پرمختګ ته وقف کړیدی.

ثمر من الله

ثمر من الله په اسلام اباد کې د حقونو مدافع وکیله ده. هغه د پښتنو د هغو دودونو او رواجونو په وړاندې مبارزه کوي چې د میرمنو او ماشومانو حقوق پکښې زیانمن کیږي.

د ثمر من الله د دغې مبارې په مرسته په پاکستان کې په بدو کې د ماشوم جینکو ورکول، قانوناً جرم وګڼل شو.

د مارچ د اتمې په وياړ د ثمر من الله پیغام
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:11 0:00

شینکۍ کړوخیل

شینکۍ کړوخیل په کاناډا کې د افغانستان سفیره ده. هغه د ښځو د حقوقو یوه پېژندل شوې فعاله ده، چې تقریباً ۱۱کاله د افغانستان د ولسي جرگې غړې وه او دغه راز د افغان ښځو د شبکې (AWN) غړې هم وه.

میرمن کړوخیل له نورو متنفذو او روغتیایي کارپوهانو سره په ګډه، د تیو د سرطان د پوهاوي لپاره هم هلې ځلې کوي.

د مارچ د اتمې په وياړ د شینکۍ کړوخیل پیغام
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:50 0:00

نورین نصیر

نورین نصیر د پېښور په پوهنتون کې د سیاسي زده کړو په مرکز کې پروفیسره ده. هغې خپل ټول ژوند د پښتنو ښځو سره د مرستې او ملاتړ هڅو ته وقف کړی.
نورین نصیر چې په خپله د قبایلي سیمې سره تعلق لري، د "قبایلي خویندو" په نامه سازمان جوړ کړی چې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي.

د مارچ د اتمې په وياړ د نورين پیغام
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:03 0:00

حمیرا حقمل

حميرا حقمل د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاده او د ټاکنیزو شکايتونو د کمیسیون د مرستيالې په توگه دنده ترسره کوي.

ميرمن حقمل د افغانستان په بیلابیلو پوهنتونو کې یې کار کړی او په ٢٠٠٩ کال کې د امريکا کې د سولې او دمکراسۍ نړيواله جايزه تر لاسه کړې.

د مارچ د اتمې په وياړ د حميرا حقمل پیغام
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00


ثنا اعجاز

ثنا اعجاز د پښتونخوا د مرادن د سیمې ده او د مدني حقونو او د افراطیت ضد مدني فعالیتونو کې ونډه لري. هغه پاکستان کې دین ته د سپکاوې په تور د وژل شوي مشال خان لپاره د عدالت د غوښتنې په کمپاین کې هم برخه لري.

ثنا اعجاز چې د ډیرو گواښونو سره مخ شوې، وايي له خپلو مدني هلوځلو به په شا نشي.

د مارچ د اتمې په وياړ د ثنا اعجاز پیغام
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:17 0:00

نسرین اوریاخیل

ډاکتره نسرين اورياخيل خپل سم نیمايي طبي مسلکي خدمات په وړیا توګه ترسره کوي. د دې تر څنګ هغه په مدني او سیاسي هڅو کې هم فعاله ونډه لري.

ډاکټره اوريا خيل دا مهال د افغانستان د طبی شورا رییسه ده.

د مارچ د اتمې په وياړ د نسرین اوریا خیل پیغام
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:28 0:00

شاد بیګم

شاد بیگم د خیبر پښتونخوا د دیر د سیمې ده او هم په دغې سیمې کې د ښځو د حقونو لپاره یوه غیر دولتي اداره جوړه کړیده. هغه د ښځو او جینکو د تعلیم، صحت او په نورو برخو کې د مساوي حقونو لپاره فعالیتونه کوي.

شاد بیګم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړه ورې ښځېه ځانگړي جایزه هم اخیستي ده.

د مارچ د اتمې په وياړ د شاد بيگم پیغام
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:34 0:00

گلالۍ اسمعیل

گلالۍ اسمعیل د صوابۍ د سیمې ده او په شپاړس کلنۍ کې یې د جینکو د تعلیم او حقونو لپاره د یوې غیردولتي موسسې بنسټ کیښود.

پر ګلالۍ پښتنو او دین ته د سپکاوي تور لګول شوی و خو هغې یې په وړاندې په کلکه مبارزه وکړه. ګلالۍ د پاکستان په تاریخ کې لمړنۍ ښځه ده چې د سایبر بولینګ یا انترنیتي ځورونې په ضد یې دعوی کړي وه او ویې گټله.

د مارچ د اتمې په وياړ د گلالۍ اسماعیل پیغام
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:37 0:00

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG