تمه کېږي چې د ویکي لیکس ویبپاڼه به د امریکا د ۷۰ مې لسیزې ۱،۷ میلیونه ډیپلوماتیکي او استخباراتي اسناد افشا کړي.
ددغې ویب پاڼې موسس جولیان اسنچ د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په دې معلوماتو کې چې لا تراوسه افشا شوي نه دي، د ۱۹۷۳ کال څخه نیولې تر ۱۹۷۶ پوري ډیپلوماتیکي یاداښتونه، استخباراتي ریپوټونو او د ګانګرس محرم اسناد شامل دي.
د ريپوټو له مخې په اسنادونو کې د امریکا د پخواني د باندنیو چارو د وزیر هینري کیسنجر د وخت محرم ډیپلوماتیکي یاداښتونه چې تبادله شوي دي، شامل دي.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۰ کال کې ویکي لیکس ټوله نړۍ هغه مهال حیرانه کړه چې د ۲۵۰ زرو نه یې زیات محرم آمریکايي اسناد خپاره کړل. د هماغه وخت راهیسې نوموړي په بریتانیې کې د ایکواډور په سفارت کې پناه اخیستې ده چې سویډني مقاماتو ته یې د جنسي تیري د تور په خاطر په لاس ورنکړي.