د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې توپانونو یو تن وژلی او ۴۰ نور ټپي شوي


په جرمني کې پولیس او سیمه ایز مطبوعات وایي د دې هیواد په لویدیځه برخه کې شدیدو بادونو د جمعې په ورځ مې ۲۰ (غوایي۳۰) لږ تر لږه یو تن وژلی او څلویښت نور یې ټپي کړیدي.

توپانونو د جرمني په لویدیځ کې ګڼ شمیر ښارګوټي ځپلي.

سره لدې چې د جرمني د هوا پیژندنې ادارې تر اوسه دا توپان بوړ بوکۍ نده بللې خو په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي عکسونه ښیي چې تند ګرد باد د ځمکې څخه ګڼ شمیر شیان هوا ته پورته کوي.

په توپان ځپلو سیمو کې د اورګاډو سر بیره د خلکو د تګ راتګ نورې لارې چارې هم بندې شوې او په ځینو ځایونو کې بریښنا هم پرې شوې.

پولیسو همدارنګه په ټولنیزو شبکو کې د ونو انځورنه خپاره کړي چې توپان په منځ کې دوه کړي او ښاخونه یې هرې خوا ته پراته دي. په ځینو ځایونو کې باد د کورنو بامونه غورځولي.

د پولیسو په اعلامیې کې ویل شوي چې په یو شمیر ځایونو کې د ونو ډډونه او د بامونو وسپنې د خلکو په موټرو را لویدلي او خلکو ته یې ګڼ شمیر مالي زیان اړولی.

پولیسو د خلکو څخه غوښتي چې پخپلو کورونو کې دننه پاتې شي.

په همدې حال کې د جرمني د هوا پیژندنې ادارې ویلي چې ښایي دا تند بادونه نور هم دوام وکړي خو دا یې ندي ویلي چې څومره وخت به ادامه ولري.

د هوا پیژندنې د ادارې مسؤلینو ویلي چې دا توپان په افریقا کې د ګرمې هوا له کبله راغلی چې په شمالي اروپا کې د سړې هوا سره یو ځای کیږي.

XS
SM
MD
LG