د لاس رسي وړ اتصالات

د ژمني اولمپیک سیالیو کې امریکا د سرو زرو ۳۳ مډالونه وګټل

د میلان-کورتینا ژمنۍ اولمپیک لوبې د یکشنبې په ورځ د ایټالیا د ویرونا ښار د روم د امپراتورۍ په یوه لرغوني تیاتر تالار کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېدې.

ناروې په دوو اونیو سیالیو کې تر ټولو ډېر ۴۱ مډالونه ګټلي چې ۱۸ یې د سرو زرو دي.

د امریکا متحدو ایالتونه ټولټال د ۳۳ مډالونو سره دوهم ځای خپل کړ. د امریکایی لوبغاړو د سرو زرو د ۱۲ مډالونو د ګټلو سره، په ژمنیو اولمپیک لوبو کې ریکارډ جوړ کړ.

د سرو زرو یو وروستی مډال د متحدو ایالتونو د ناریناوو د هاکي ټیم وګټلو، چې خپل سیال، کاناډا ته یې په اضافي وخت لوبه کې ماتې ورکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پخپل تروت سوشيل کې دغه بریا لمانځلې او لیکلي: "د متحدو ایالتونو د يخ په سر د هاکي عالي ټیم ته مبارکي وایم چې د سرو زرو مډال یي وګاټو!"

متحده ایالتونه به د ۲۰۲۸ کال د دوبي اولمپیک لوبې په لاس انجلس کې ترسره کړي او راتلونکې ژمنۍ اولمپیک لوبې به په ۲۰۳۰ کال کې په فرانسه کې ترسره شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG