د لاس رسي وړ اتصالات

هغه میرمن چې د پوهنتون ازموینه یې د زیږون پر مهال ورکړه 


یوه امریکایي میرمنه وروسته له هغې د تولنیزو رسنیو په مشهورې څیرې بدله شوه چې د خپل ماشوم د ولادت څخه یواځې څو ساعته وروسته یې د وکالت دوه مرحله یی ازموینه (بار ازموینه) په کامیابی سره ترسره کړه.

بریانا هیل چې د دغې ازموینې او د خپل ماشوم ولادت تایید کړی او په خپل فیسبوک کې یې لیکلی دي: ازموینه مې تیره کړه، ډیره خوشحاله یم چې د وکالت رسمي سند مې تر لاسه کړ. غواړم چې دغه بریا له خپلې کوچنۍ کورنۍ سره یې ولمانځم.

د میرمن هیل د ازموینې لومړۍ مرحله د اکتوبر په میاشت کې او د هغې د ولادت له نیټې څخه یوه ورځې وړاندې ټاکل شوې وه خو څو دقیقې ازموینې ته پاتې وې چې په هغې باندې د ولادت دردونه څرګند شول.

د کرونا د وبا او قرنطین له کبله بریانا د خاصو میکانیزمونو په مرسته دغه ازموینه په انلاین بڼه له خپل کور څخه ورکړه.

هغه وایي چې باور نه کیدلو چې کله یې میړه ته په تلفون کې د دغې پيښې کیسه کوله.

میرمن بریانا د خپلې ازموینې لومړۍ برخه په کور کې تر سره کړه، د هغې وروسته روغتون کې یې ماشوم وزیږید او د ازموینې دویمه برخه یې له روغتون څخه بشپړ کړه.

د بار ازموینه یوه اوږده او ډیره پیچلې ازموینه ده چې په امریکا کې یې هر مدافع وکیل په دوه ورځو کې ورکوي او شپږ ساعته وخت نیسي.

بریانا په خپل فیسبوک کې لیکلي چې د ازموینې د دویمې برخې پر مهال مې خپل ماشوم ته شیدې ورکولې او دا هر څه مې یواځې ددې لپاره وکړل چې د خپلو هدفونو ته د رسیدلو، د یوې وکیلې او مور جوړیدو لپاره مې بله لار نه درلوده.

XS
SM
MD
LG