د لاس رسي وړ اتصالات

د کیمیا د نوبل جایزه دوه ښځو پوهانو وګټله 


فرانسوۍ امانویل شارپانتیه او امریکایي جنیفر دودنا
فرانسوۍ امانویل شارپانتیه او امریکایي جنیفر دودنا

د کیمیا د ۲۰۲۰ کال د نوبل جایزه دوو ښځو پوهانو ته وکړل شوه چې د جنتیکي کودونو د بیا کتنې لپاره د هغوی اختراع د سرطان ناروغۍ د درملنۍ نویو لارو چارو ته زمینه برابروي او د ارثي ناروغیو د درملنۍ لپاره یې هیلې رامنځ ته کړي دي.

فرانسوۍ امانویل شارپانتیه او امریکایي جنیفر دودنا د CRISPR/Cas9 په نوم یوه وسیله اختراع کړې چې په هغې سره د حیواناتو، نباتاتو او ذره بیني ژویو "ډی ان ای" په پوره پاملرنه اډیت یا سم کړای شي. دا وسیله د "جنتیک قیچۍي" په نامه هم یاده شوې ده.

د سویډن د علومو اکاډمۍ غړې پرنیلا ویتونگ ستافشید، د کیمیا د نوبل جایزې د وړونکو د اعلانولو پر وخت وویل: "د ډي ان ای د قطع کولو قابلیت چې له هر ځایه یې وغواړو قطع یې کړو، د ژوند په علومو کې ستر انقلاب رامنځ ته کړی دی."

خو له دې سره سره یو شمیر پوهانو اندیښنه څرګنده کړې چې ددغو دوو ښځو پوهانو اختراع بشر ته بې ساری قوت ورکړی چې ممکن له هغې نه د بشر د نسل د طراحۍ او اصلاح لپاره ګټه واخیستل شي.

د ژونديو موجوداتو ډی ان ای یو پروتیني زنځیر دی چې د شاوخوا شپږ میلیارد لارښوونکو کودونو نه ترکیب شوی چې د بدن سلولونو ته د عمل کولو امر کوي.

د CRISPR/Cas9 وسیلې ښکلا او ظرافت پدې کې دی چې په هغې سره نه یواځې د ډي ان ای هره برخه قطع کولای شو بلکه د ډي ان ای معیوبې برخې ترمیم کیدای هم شي، پدې معنی چې د زیات شمیر ارثي ناروغیو درملنه کیدای شيږ

میرمن شارپانتیه ۵۱ کلنه او میرمن دودنا ۵۶ کلنه ده. دوی په ترتیب سره شپږمې او اوومې ښځې دي چې د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزې ګټي.

XS
SM
MD
LG