د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې ښځې د فوټبال لوبې لیدو ته پرېنښودل شوې 


د فوټبال نړیوال فدراسیون له ایران څخه غوښتي چې ښځینه نندارچیانو ته اجازه ورکړي
د فوټبال نړیوال فدراسیون له ایران څخه غوښتي چې ښځینه نندارچیانو ته اجازه ورکړي

د ایران د مشهد ښار د «امام رضا» په لوبغالي کې د ایران او لبنان د فوټبال ملي لوبډلو سیالي لرله، خو ښځې پرېنښودل شوې چې په میدان کې دا لوبه وګوري.

راپورونه وايي چې هغه ښځې هم میدان ته پرېښودل شوې نه دي چې د لوبې ټکټونه یې تر لوبې وړاندې اخیستي وو.

د امریکا غږ د ایران څانګه وايي چې په دې کار سره خلک پارېدلي او د ایران د فوټبال د ملي لوبډلې مشر علي رضا جهانبخش هم د معترضو خلک ترڅنګ درېدلی دی.

د مشهد والي محسن داوري له دې کبله بخښنه غوښتې او د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې ده چې په دې اړه پلټنې وکړي.

د ایران او لبنان لوبه د فوټبال نړیوال جام د غوراوي د سیالیو یوه لوبه وه چې ایران ۲-۰ وګټله.

د میدان دروازو مخې ته د بي نظمیو او ګډوډیو راپورونه ورکړل شوي او دا مسئله یوازې په ښځو پورې محدوده نه وه.

ویل کېږي چې تر یو کیلو میتر پورې خلک د میدان د دروازو مخې ته ولاړ وو چې بالاخره نارینو ته میدان ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوه خو ښځو ته ورنکړل شوه.

د فوټبال فدراسیون ایران ته په وار وار خبرداری ورکړی چې ښځې دې پرېږدي چې په میدان کې لوبې وګوري او دا يې یوه الزامي مسئله یاده کړې ده.

خو د ایران د فوټبال فدراسیون دا مسئله د ایراني چارواکو ته راجع کړې او ویلي دي چې هغوی باید په دې اړه لازم جواز صادر کړي.

XS
SM
MD
LG