د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو واکمني؛ په افغانستان کې د ښځو د ورزش پای؟


د افغانستان ښځینه ورزشکارانې وایي چې طالبانو یې د ژوند ټولې هیلې ور ووژلې

د ۲۰۲۱ د اګست په پنځلسمه وسله وال طالبان کابل ته ننوتل، خپل بری یې اعلان کړ او په دې سره په افغانستان کې د نړیوالو له ملاتړه برخمن «اسلامي جمهوري نظام» نسکور او د ډېرو په باور په دغه هېواد کې د تېرو دوو لسیزو اکثریت لاس ته راوړنې هم ختمې شوې.

په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې د ډېرو نورو پرمختګونو تر څنګ په ورزش، تعلیم او ځینو نورو برخو کې د نجونو فعاله ونډه په افغانستان کې مهمې لاس ته راوړنې بلل کېدې. د طالبانو په تېره دوره کې (۱۹۹۶-۲۰۰۱) کې نجونو د تعلیم،‌ کار، فعالیت او ورزش اجازه نه لرله.

ښځه؛ د طالبانو ستونزه

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې یوه روزونکې او پخوانۍ لوبغاړې ارزو رحیمي وايي داسې ښکاري چې «ښځه د طالبانو لپاره یوه ستونزه» ده او په خبره یې همدا علت دی چې هغوی تر هر څه مخکې په ښځو او د ښځو په ورزش، کار او فعالیتونو بندیز او محدودیتونه ولګول.

طالبانو کابل ته له ننوتلو سملاسي وروسته د مخکني حکومت ښځینه کارکوونکو ته اعلان وکړ چې تر «امرثاني»‌ پورې په کورونو کې پاتې شي. همدغه راز یې لارښوونه وکړه چې د زده کړو په مرکزونو کې باید د نجونو او هلکانو ترمنځ فاصله وي. طالبانو د هلکانو ښوونځي پرانیستل، خو د نجونو متوسطه او عالي لېسې لا هم بندي دي.

د طالبانو د حکومت په اولو اونیو کې د افغانستان د ښځو کرکټ د یو شمېر رسنیو سرټکي شول. د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو چارواکي احمدالله وثیق د استرالیا اس بي اس (SBS) شبکې ته ویلي چې ښځو ته به د ورزش اجازه نه وي: «دوی به په کرکټ کې له داسې یو حالت سره مخامخ شي چې مخ او وجود به یې ښکاره شي، اسلام ښځو ته اجازه نه ورکوي چې داسې دې ښکاره شي.»

د افغانستان د ښځو کرکټ ټیم په کابل کې د تمرین په حال کې
د افغانستان د ښځو کرکټ ټیم په کابل کې د تمرین په حال کې

سعودي‌عربستان چې د «اسلام مرکز» بلل کیږي، پاکستان، بنګله دېش او ډېرو نورو اسلامي هېوادونو کې نجونې ورزش او تعلیم کولای او سیاست کې هم برخه اخیستلای شي.

د نجونو د ورزش په اړه د طالبانو دا اعلان د افغانستان ښځینه ورزشکارانو ته چې په تېرو شلو کلونو کې یې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په کرکټ، فوټبال، هنډبال، ځغاستې او نورو ورزشي برخو کې د خپل هېواد لپاره اتلولۍ ګټلې، د « ژوند د یوې لویې هیلې د وژلو» په مانا و.

طالبانو زموږ «هیلې ووژلې»

په داسې حال کې چې د هلمند په لښکرګاه ښار کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ‌ شدیده جګړه روانه وه، په هرات او بادغیس باندې هم طالبانو بریدونه کړي وو، نورو ولایتونو کې هم جګړې روانې وې، خو د افغانستان د ښځو د هنډ بال ملي لوبډلې په کابل کې په دې هیلې تمریونه کول چې په اردن کې د ښځو د هنډ بال په اسیايي لوبو کې ګډون وکړي او د خپل هېواد «ملي بیرغ» ورپوي. خو نا ببره «هر څه بدل شول».

حمیرا بارکزۍ د افغانستان د ښځو د هنډبال د ملي لوبډلې کپتانه ده. نوموړې امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکې کې وویل: «هر څه ختم شول، یوه بده پېښه وشوه چې هېڅکله به هېره نشي، موږ یوازې په ورزش کې نه، بلکې له هرې برخې لېرې پاتې شو. له بده مرغه د نظام په تغیر سره هر څه بدل شول. زموږ یوازینۍ هیله دا ده چې ژوندي پاتې شو. آینده مو معلومه نه ده.»

حمیرا بارکزۍ وویل چې په کابل کې د هنډ بال شاوخوا ۵۰ ښځینه لوبغاړې وې او په ولایتونو کې هم لسګونو نجونو او ښځو دا لوبه کوله او هیله یې دا وه چې یوه ورځ به ملي لوبډلې ته لار مومي او په نړیوالو میدانونو کې به د خپل هېواد استازیتوب وکړي.

اکثریت دا لوبغاړې اوس په کابل کې په خپلو کورونو کې پټې دي، ورزش او د باندې ښکاره فعالیت نشي کولای.

د افغانستان د هنډ بال د ملي لوبډلې بله لوبغاړې مشهید بارز وايي چې د طالبانو په راتګ سره د هغوی «ټول ارمانونه» خاورې شول. مشهید بارز د خپلو دوو نورو ورزشکارو خویندو څخه په الهام د هنډ بال لوبو ته مخه کړې وه او د افغانستان د ملي لوبډلې غړې وه.

هغې هنډ بال د خپل «ژوند لوړو اهدافو ته د رسېدو لپاره» یوه مهمه وسیله ګڼله، خو « طالبانو د ښځو په ورزش بندیز ولګوه او ډېرې خواشینې او ډېرې نا امیده کړو.»

د افغانستان د ښځو د هنډ بال لوبډله
د افغانستان د ښځو د هنډ بال لوبډله

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې روزونکې ارزو رحیمي وايي یو مهال چې افغان نجونو به د خپل هېواد لپاره په ویاړ فوټبال کاوه، مګر د طالبانو په نظام کې دا ورزش ورته «بلا» ګرځېدلې او شاید ډېرې ستونزې ورته جوړ کړي.

افغانستان د ښځو د فوټابل په ملي لوبډلې سربېره، په ۱۲ولایتونو کې هم لوبډلې لرلې او د مېرمن رحیمي په خبره شاوخوا ۵۰۰۰نجونو په ټول هېواد کې فوټبال کاوه، خو اوس یې ټولې په کورونو کې ناستې او «هیلې یې خاورې»‌ شوې.

ارزو رحیمي له خپلې کورنۍ سره یو ځای اوس په هسپانیا کې ده. هغې د تیلیفون له لارې امریکا غږ ته وویل: «زموږ د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ اسیایي لوبو ته امادګي نیوله. دا لوبې په هند کې وې. خو د طالبانو له راتګ وروسته ټول پلانونه او ټولې ارزوګانې ختمې شوې. یو مهال چې نجونو به په افتخار سره د خپل هېواد لپاره لوبې کولې، اوس په ازاد میدان کې د فوټبال د یوې لوبې ننداره نشي کولای. یو وخت دا لوبې د هغوی لپاره ویاړ و، خو اوس ورته د ډار او نا امیدۍ وسیله ده.»

د افغانستان د فوټبالرانې په پرتګال کې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

د افغانستان د باسکتبال د ملي لوبډلې غړې، فرشته احمدزۍ بله هغه لوبغاړې ده چې په نړیوالو سیالیو کې یې د افغانستان لپاره ډېرې لوبې کړې دي. هغه وايي په هند، ایران، قرغیزستان او نورو هېوادونو کې یې د خپل هېواد د ښځو استازیتوب کړی دی او هیله یې لرله چې د افغانستان د ښځو د باسکتبال لوبډله په نړیوالو لوبو کې ولوبیږي، خو په خبره یې د طالبانو له راتګ وروسته اوس دا هیله «یو خوب» ‌دی.

هغه له کابل څخه په یوې تیلیفوني مرکې کې امریکا غږ ته وویل: «زه د ملي لوبډلې غړې هم وم او د ځوانو نجونو د لوبډلو روزونکې هم وم. ډېرې مایوسې یو. زموږ شل کلنه خواري په سیند لاهو شوه.»

په کورونو کې بندیوانې یو

«په نړیواله کچه د ښځو کرکټ ته وده ورکول د استرالیا د کرکټ لپاره ډېر مهم دي. زموږ لیدلوری دا دی چې کرکټ یو ورزش دی او د ټولو لپاره دی، او موږ یې د ښځو لپاره په هره کچه ملاتړ کوو.

که دا راپورونه رښتیا وي چې په افغانستان کې د ښځو د کرکټ ننګه نه کیږي، د استرالیا کرکټ بله لار نه لري پرته له دې چې د افغانستان کوربتوب ونکړي. » دا د استرالیا د کرکټ بورډ رسمي‌ اعلامیه وه چې د ښځو په ورزش د بندی په اړه یې د طالبانو د یو چارواکي احمدالله وثیق د څرګندونې په غبرګون کې کړې وې.

په تېرو شلو کلونو کې یوازینۍ لوبه چې افغانستان په کې خورا ډېرې لاس ته راوړنې لري، هغه د کرکټ‌ لوبه ده. افغانستان تر دې دمه په پنځو نړیوالو جامونو کې برخه اخیستې او په شپږم نړیوال جام کې چې د ۲۰۲۱ د اکتوبر په میاشت کې په اماراتو کې پیلیږي، هم برخه اخلي. افغانستان د راشد خان، محمد نبي،‌ مجیب الرحمن او ځینو نور په څېر ستوري لوبغاړي چې د نړۍ په مشهورو تجارتي لیګونو کې لوبیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې په سمبولیک ډول د ښځو د کرکټ‌لوبډله درلوده او یو ځل یې په تاجکستان کې لوبې هم ګټلې وې، مګر د نارینه او هلکانو په څېر ځلیدلې لوبډله نه وه.

د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبدله
د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبدله

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر عزیزالله فضلي امریکا غږ ته وویل چې دوی د کرکټ نړیوالې شورا ته ویلي دي چې افغانستان یو اسلامي او دودیز هېواد دی او په داسې حالاتو کې د ښځو د کرکټ د لوبډلې لرل، تر ګټې زیان ډېر لري.

د کرکټ په نړیواله شورا کې د بشپړ غړیتوب اخیستلو لپاره،‌ چې مهم امتیازات ورسره تړلي دي، د ښځو د کرکټ د لوبډلې لرل یو شرط دی. د افغانستان کرکټ بورډ د طالبانو تر راتګ څه موده مخکې ۲۵ نجونو ته قرارادادونه ورکړل، معاشونه یې ورته وټاکل او په کابل کې یې تمرینونه پیل کړل. پلان یې لره چې یو اسلامي هېواد ته یې د لوبو لپاره واستوي.

پاکستان او بنګله دېش، چې دواړه اسلامي هېوادونه دي، د کرکټ د ښځو لوبډلې لري. خو د طالبانو له راتګ وروسته، د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډله هم «ړنګه شوه».

د افغانستان د کرکټ بورډ یو چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ ته وویل چې اوس دا ټولې نجونې پټې دي. دغه چارواکي دا خبره هم وکړه چې په دغو لوبغاړو کې ځنو یې « خپل کورونه بدل کړي چې د ګاونډیانو له سترګو پناه وي چې طالبان پرې خبر نکړي. دوی ګاونډیانو پېژندلې چې د کرکټ لوبغاړې دي. دوی په کورنو کې پټې دي او له بد وضعیت سره مخامخ دي.» امریکا غږ هڅه وکړه چې د کرکټ د ځینو ښځینه لوبغاړو سره خبرې وکړي، خو هغوی «خپل ژوند ته د مخامخ ګواښ له کبله» خبرو ته حاضرې نشوې. داسې راپورونه هم شته چې شاید دغه نجونې هم له افغانستان څخه د وتلو هلې ځلې کوي.

دا معلومه نه ده چې د طالبانو له لوري په ورزش او په خاص ډول په کرکټ باندې بندیز لګول د افغانستان کرکټ ته څومره زیان رسولای شي، خو یوه خبره ښکاره ده چې ښايي د طالبانو په نظام کې افغان نجونې به د تېر په څېر د کرکټ او نورو برخو کې فعالې نه وي.

د افغانستان د ښځو د هنډ بال لوبډله د سیالیو په مهال
د افغانستان د ښځو د هنډ بال لوبډله د سیالیو په مهال


د کرکټ په ښځینو لوبغاړو سربېره، امریکا غږ د فوټبال، هنډبال او باسکټبال له کومو لوبغاړو سره چې غږېدلې، دوی ټولو په یوه خوله ویلي‌ دي چې ژوند یې په خطر کې دی او په کابل کې په خپلو کورونو کې پټې دي،ژوند یې په خطر کې دی، ځینو لوبغاړو ته ګواښونه شوي، ځینې یې له وطن څخه وتلې او ځینې نورې هم هڅه کوي چې د ژوندي پاتتې کېدو لپاره له افغانستان څخه ووځي.

د افغانستان د مخکنې حکومت د ښځو د چارو مرستیاله حسنا جلیل، چې اوس په امریکا کې لوړې زده کړې کوي، په دې باور ده چې د طالبانو له راتګ وروسته په هغه هېواد کې د ښځو فعالیت او په خاص ډول ورزش ته د پای ټکی کېښودل شو.

نوموړې امریکا غږ وویل چې د طالبانو په نظام کې «ښځو ته د کار انساني فضا» موجوده نه ده او نه هم د هغې په خبره دا نظام افغان نجونو او ښځو ته داسې فرصت برابرول غواړي.

هغې وویل:« ایا د ښځینه ورزشکارانو په ګډون به افغانې ښځې د طالبانو د نظام تر سیوري لاندې اینده ولري؟ د انسان په توګه او یا د افغانستان د بشري سرمايي په توګه؟ زه د ښځو لپاره داسې کومه اینده نه وینم. زما په نظر د طالبانو په نظام کې د ښځو ورزش نه ارزښت لري، نه ورته فضا برابره ده او نه هم طالبان هغه برابره شوې فضا پرېږدي چې ترې استفاده وشي.‌ ورزشکارانې هېڅ اینده نلري. د طالبانو په نظام کې ښځو ته انساني فضا نه ده برابره، ورزش خو لېرې خبره ده.»

د افغانستان د باسکیتبال د ښځو لوبډله
د افغانستان د باسکیتبال د ښځو لوبډله

له نړیوالې ټولنې غوښتنه

افغانستان ته د طالبانو له راتګ وروسته لسګونه افغانې ورزشکارانې له وطن څخه ووتلې او یو شمېر نورې یې هڅه کوي چې د سر د سلامت ساتلو لپاره له افغانستان څخه ووځي.

د افغانستان د ښځو د بېلا بېلو لوبو د ملي لوبډلو یو شمېر غړې له نړیوالې ټولنې او په خاص ډول له ورزشي سازمانونو او ادارو څخه غواړي چې د هغوی د حقونو د خوندیتوب لپاره دې لاس په کار شي.

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته له ننوتلو شاوخوا دوې اونۍ وروسته خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه، خو لا هم هېڅ یو هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي.

د نورو هېوادونو تر څنګ د اروپايي ټولنې یو شرط هم دا دی چې طالبان باید د بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بوریل د یکشنبې په ورځ اکتوبر درېیمه (تلې۱۱) د «بلاک» په یو پوست کې ولیکل چې د اروپايي ټولنې مرستې به په افغانستان کې د موجوده واکمنو (طالبانو) په چال چلند پورې تړلې وي او د اړیکو هر ډول پیلول بشري حقونو ته د درناوي په ګډون له یو لړ نورو مسائیلو سره نغښتي دي.

د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډله
د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډله

خو د افغانستان د هنډ بال د لوبډلې غړې مشهید بارز وايي فکر کوي چې شاید طالبان د ښځو په اړه خپل دریځ بدل نکړي. هغه وايي: «که څوک فکر کوي چې طالبان بدل شوي، غلط دي. طالبان غواړي چې خلک بیا بې وزلي او بدبخت شي.»

د افغانستان د باسیکتبال د ملي لوبډلې لوبغاړې فرشته احمدزۍ له نړیوالو وغوښتل چې له طالبانو سره د افغان ښځو د ورزش او نورو حقونو په اړه جدي مذاکرات وکړي.

هغې وویل: « نړیواله ټولنه باید طالبان وهڅوي چې افغان ښځو ته د ورزش، کار، تعلیم او ازاد فعالیت اجازه ورکړي. طالبان دې د افغان ښځو د فعالیت مخه نه نیسي.»

په کابل کې په دې وروستیو کې یو شمېر ښځو د خپلو حقونو په اړه مظاهرې وکړې، خو طالبانو وځپلې او اعلان یې وکړ چې له اجازې پرته دې مظاهرې نه کیږي. طالبانو په یو بل اقدام کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت د خپل حکومت د «ارشاد، امربالمعروف او نهي عن المنکر» په وزارت بدل کړ، د ښځو فعالانو د طالبانو دا اقدام هم وغنده.

د طالبانو له راتګ وروسته د ښځو د باسکتبال یوه لوبغاړې بورقه کې تمرین کوي
د طالبانو له راتګ وروسته د ښځو د باسکتبال یوه لوبغاړې بورقه کې تمرین کوي

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې روزنکې ارزو رحیمي د ورزش له نړیوالو سازمانو غواړي چې د افغانستان «ورزشکارانې په داسې بد وضعیت کې یوازې پرېنږدي. دوی باید له افغانستان څخه د هغوی په اېستلو کې مرسته وکړي. د طالبانو په نظام کې د هغوی ژوند په خطر کې دی».

د نړۍ د فوټبال فدراسیون کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د فوټبال د لوبډلې لسګونه لوبغاړې او د هغوی د کورنۍ غړې پاکستان ته واېستل. د نورو برخې لوبغاړې هم غواړي چې اوس له هېواد څخه بهر خپل ورزش او فعالیت وکړي.‌

د هنډ بال د ملي لوبډلې مشره حمیرا بارکزۍ په همدې نظر ده: « که بله چاره نه وي، د ملي لوبډلو ښځینه لوبغاړې دې له افغانستان څخه وباسي، دلته یې ژوند په خطر کې دی، په کورونو کې پټې دي، عادي ژوند هم نشي کولای. ورزش او تعلیم خو لېرې خبره ده. دوی به په نورو هېوادونو کې خپلو هیلو ته ځانونه ورسوي»

که څه هم په کابل او هرات کې یو شمېر ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهرې او مبارزې کوي، مګر داسې نه ښکاري چې هغوی دې د تېر په څېر «خپل حقونه او ازادي» ولري.

د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډله
د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډله

د باسکتبال د ملي لوبډلې لوبغاړې فرشته احمدزی وايي که طالبان نجونو ته د ورزش، کار او فعالیت اجازه ورکړي، «خپل وطن نه پرېږدم».

هغې وویل: « وطن خوږ دی، وطن څوک په رضا نه پرېږدي. ما بهر ته ډېر سفرونه کړي، خو بېرته وطن ته ستنه شوې یم. مګر که طالبان موږته د تېر په څېر د فعالیت اجازه نه راکوي، بیا خو نو په کور او خونه کې د زنداني په څېر ژوند کولای نشو. بیا مجوره یو وطن پرېږدو.»

تېره اونۍ د افغانستان د ښځو د حقونو یوې فعالې محبوبه سراج په ژینوا کې په یو کنفرانس کې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان د ښځو د حقونو د ساتنې په برخه کې لاس په کار شي.

په کابل او هرات کې سلګونو ښځو د خپلو حقونو د دفاع لپاره مظاهرې وکړې
په کابل او هرات کې سلګونو ښځو د خپلو حقونو د دفاع لپاره مظاهرې وکړې

په همدې حال کې د الجزیزې انګلیسي ویبسایټ د قطر د بهرنیو چارو د وزیر شیخ محمد عبدالرحمن الثاني له خولې لیکلي دي چې د نجونو د تعلیم په اړه د طالبانو دریځ په شاه تګ دی.‌ هغه دا خبره هم کړې ده چې قطر د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو لپاره یو ښه مثال دی.

د طالبانو د حکومت د ورزش او فزیکي تعلیم مشر مشر بشیر احمد رستمزي د ازادۍ راډیو ته ویلي دي که یې مشرانو ورته وویل چې نجونو ته د ورزش اجازه ورکړل شي، «اجازه ورکول کیږي او که یې اجازه ورنکړ ، تر امرثاني» پورې به ځنډېدلی وي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG