د لاس رسي وړ اتصالات

په بدخشان کې میرمنې په لاسي صنایعو خپلې کورنۍ چلوي


د بدخشان د ښځو چارو رئیسه او په دغه ولایت کې هغه میرمنې چې د نورو لپاره یې کاري زمینې برابر کړي وايي چې ددوي په صنعتي مرکزونو کې یو شمیر هغه ښځې چې کورنی اقتصاد یې کمزوری دی پر کار بوختې دي، دوي وايي چې دغه میرمنې د کور له نارینه و سره د ورځني ضرورتونو په پوره کولو کې اوږه په اوږه مرسته کوي.

د ښځو د پیاوړتیا په نامه د یوې ټولنې مسوله فروزان وايي چې د لرې پرتو ځینو ناامنه سیمو میرمنې د ناامنۍ له وجې نه شي کولای په ورته پروژو کار وکړي. خو دوي بیا هم کوښښ کوي چې ددغو میرمنو لپاره هغه څه چې ددوي توان رسیږي مرسته ورسره وکړي او کاري زمینه ورته برابر کړی.

د ښځو د پیاوړتیا د ټولنې مشره فروزان وايي: " ۲۰۰ تنو هغو ښځو ته یې کاري زمینه برابره کړې چې د کورنۍ سرپرست نه لري، دوي په قالین اوبدلو، لاسي ګنډلو خیاطۍ او نور کارونو باندې مصروفې دي، مګر په لرې پرتو سیمو کې چې ناامنه دي له ستونزو سره مخ یو ځکه په هغو سیمو کې ښځې کار نه شي کولای."

په بدخشان کې د ښځو چارو ریسه ذفنون ناطق وايي چې په بدخشان کې د نورو ولایتونو په پرتله په اجتماعي، تولیدي او سیاسي چارو کې د ښځو ونډه زیاته ده: " د نورو ولایتونو په پرتله په بدخشان کې ښځې په اجتماعي او سیاسي او نورو چارو کې زیاته ونډه اخلي، مګر اوس هم د ښځو پر وړاندې یو لړ ستونزې موجود دي."

ددغه ولایت فعالې میرمنې وايي چې په بدخشان کې د رواجونو او پيغورونو له وجې اوس هم یو شمیر ښځې په ځینو اجتماعي او اقتصادي چارو کې ګډون ته زړه نه ښه کوي، د ښځو لپاره د خدمتي ټولنې مسوله هاجره وايي چې ددوي پر وړاندې ناامني لویه ستونزه ده چې د ښځو د پرمختګ مخه یې نیولې: " مونږ هڅه کوو چې د ځینو ټولنو له لارې ښځو ته د کار زمینه برابر کړو چې ښځې هم د یو فعال انسان په څیر په ټولنه کې برخه واخلي، مګر ښځې ملاتړ ته ضرورت لري."

له بدخشان پرته په کندوز او بغلان کې هم هغه ښځې چې په ټولنه کې يې فعاله ونډه درلوده له تیرو دوه کلنو ناامنیو څخه وروسته یا له سیمې کوچیدلي او یا هم په ټولنه کې فعاله ونډه نه اخلي.

مګر د بدخشان د ښځو چارو د ریاست مسولین وايي چې دوي له هرې لارې هڅه کوي چې ښځې د اقتصادي پلوه پر پښو ودریږي او هغه ښځې چې د کورنۍ سرپرست نه لري د کار زمینه ورته برابر کړي، تر څو کورنی اقتصاد یې پياوړی شي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG