د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د کرونا ویروس پر واکسین کار روان دی


ټرمپ د کرونا ویروس په وړاندې د خپل حکومت مبارزه عالي وبلله
ټرمپ د کرونا ویروس په وړاندې د خپل حکومت مبارزه عالي وبلله

په داسې حال کې چې په امریکا کې د کرونا وېروس قضیې مخ په زیاتېدو دي جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وایې چې دم ګړۍ د بېړني حالت د اعلانولو ضرورت نشته.

د امریکا حکومت هڅه کوي چې دغه هیواد ته په کرونا ویروس د اختو کسانو د راتلو مخه ونیسي او له همدې امله یې له کانګرس څخه ۲.۵ میلیارده ډالره غوښتي دي.

ټرمپ چې د دوشنبې په ماښام ( د مارچ ۲ ) په شمالي کارولینا کې د خپلو ګڼ شمیر مینه والو ترمنځ خبرې کولې د خپل حکومت چمتوالی عالي وباله.

ولسمشر ټرمپ وویل:" نن موږ د درمل جوړونې د ډېرو ښو شرکتونو سره ولیدل او هغوی جدي او په ځیرکانه ډول کار کوي او واکسینبه جوړ کړای شي، فکر کوم ډیر ژر."

د ښاغلي ټرمپ په وینا حکومت یې پر سفرونو د محدودیتونو ترڅنګ، د امکان تر حده هر هغه اقدام کوي چې امریکا ته پر ویروس د اخته کسانو د راتګ مخه ونیسي.

تر دې دمه په امریکا کې د کرونا ویروس له امله شپږ تنه وژل شوي او شاوخوا سل پیښې یې ثبت شوې دي.

چارواکي وايي وژل شوي کسان ټول په واشنگټن ایالت کې دي چیرې چې ویروس شاوخوا شپږ اوونۍ مخکې خپور شوی و.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس وايي:" د کرونا ویروس ۴۳ پیښې داخلي دي او ۴۸ هغه کسان دي چې امریکا ته له بهر راغلې دي. په کورنیو قضیو کې ۲۹ په کالیفورنیا او واشنګټن ایالتونو کې دي."

که څه هم کرونا ویروس په نړۍ کې د پراخیدو په حال کې دی خو نن سه شنبه ( مارچ ۳ ) په چین کې ددې ویروس قضیې کمې شوي دي.

XS
SM
MD
LG