د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا ویروس وپېژنئ او په خطرونو یې ځانونه خبر کړئ


د کرونا ویروس چین کې لسګونه کسان مړه کړي
د کرونا ویروس چین کې لسګونه کسان مړه کړي

د کرونا ویروس یو حیواني ویروس دی چې له غوا، اوښ، پېشو او دا ډول نورو حیواناتو څخه پیدا کیږي‌ او ډېر کم انسانانو ته انتقالیږي.

په انسانانو کې د دغه ویروس د انتقال تازه پېښه د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ښار کې وموندل شوه. دغه ویروس انسان په تنفسي ستونزو اخته کوي چې د مړینې لامل کیږي.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون وايي‌ چې د یکشنبې (جنوري۲۶)‌ تر ورځې پورې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي او۵۶ تنه مړه شوي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ناروغیو د ویقایې او کنترول اداره وايي چې په چین کې د کرونا ویروس د غوښو له مارکیټونو او حیواني محصولاتو څخه سرچینه اخیستې ده. خو په دغه ویروس ځینې اخته کسان له غوښو او حیواني محصولاتو سره هېڅ‌ سر او کار نه درلوده چې دا له یو انسان څخه بل انسان ته د کرونا د ویروس د انتقال ښکارندوی دی.

د کرونا د ویرس نښې

تبه، ټوخی، د پوزې بهېدل، د ستوني درد، تنفسي ستونزې، ساه لنډۍ او په ځينو برخو کې نس ناستی او کانګې د کرونا په ویروس د اخته کېدو نښې دي.

دغه ویروس د انسان وجود ته له ننوتولو وروسته د دو او ۱۴ورځو ترمنځ رابرسیره کیږي او نښې نښانې یې ښکاره کیږي.

په ځینو پېښو کې د کرونا نښې لکه یو د عادي ریزش او یا د سینې په عادي تکلیف د اخته رنځ‌ غوندې وي. که څه هم تر دې دمه له یو انسان څخه بل ته د دغه ویروس انتقال په بشپړاو دقیق ډول نه دی درک شوي، خو په دغه ویروس او د دغو ویروس نورو سرچینو ته نژدې کېدل او عادي تماس هم د دغه ویروس د انتقال لامل کیږي.

د کرونا ویروس د دوو نورو ویروسونو- مرس او سارس- په څېر د ټوخي او پرنجې پر مهال په فضا کې خپریږي او له یو انسان څخه بل ته انتقالیږي.

د کرونا په ویروس د اخته کېدو مخنیوی

تر دې دمه لا په دغه ویروس د اختیه کېدو د مخنیوي لپاره کوم واکسین نه دی جوړ شوی، خو غوره لاره یې دا ده چې په دغه ویروس د اخته انسان او سرچېنو سره له تماس نیولو او نژدې کېدو ډډه وشي.

همدغه راز لږ تر لږه د ۲۰ ثانیو لپاره په صابون د لاسونو وینځل، سترګو، پوزې او غوږونو ته لاس نه وړل او تماس نه ورسره نیول، د ماسک استعمالول او د خولې او پوزې پټول او د خپل کاري وسایلو او ځایونو پاک او منظم ساتل ځینې نورې هغه لارې چارې دي چې ښايي د کرونا په ویروس د اخته کېدو په مخنیوي کې ګټور وي.

په دغه ویروس اخته کس باید په کور کې ځان بند‌ کړي او د کور له نورو غړو او د باندې له نورو انسانانو سره تماس او راشه درشه ودروي.

رنځور باید خپله خوله او پوزه پټه وساتي او کله چې ټوخیږي او یا پرنجی کوي،‌ باید یو دستمال پر مخ ونیسي‌ چې د ویروس دخپرېدو مخه ونیول شي. استعمال شوي دستمالونه کثافت دانۍ کې واچوي چې ویروس خپور نشي.

دا ویروس چې د ټوخي او پرنجې له لارې فضا ته انتقالیږي تر یوې مودې پورې ژوندی وي چې نور انسانان د هغې د تنفس کولو په صورت کې په اسانۍ سره پرې اخته کېدی شي.

چین اوس هلې ځلې کوي چې د دغه ویروس د خپرېدو مخه ونیسي. د ووهان په ښار کې په دغه رنځ‌اخته ډېر انسانان قرنطین شوي‌دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په ووهان کې ۶۲ افغان محصلین هم شته چې اوس یې د ویستلو پر لارو چارو غور کیږي.

XS
SM
MD
LG