د لاس رسي وړ اتصالات

د کارګرانو نړیواله ورځ؛ د لوړمعاش اوغوره کاري شرایطو غوښتنه

 په سربیا کې د کارګرانو په ملاتړ لاریون
په سربیا کې د کارګرانو په ملاتړ لاریون

د مۍ په لومړی نیټه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کارګران د خپلې نړیوالې ورځې (May Day) په مناسبت راټول شول.

د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې لاریون کوونکو د لوړو معاشونو، غوره کاري شرایطو او د هغو شخړو د پای غوښتنه کوله چې د ژوند لګښتونه یې لوړ کړي دي.

په مانیلا کې زرګونه کسان په یو لاریون کې راټول شوي وو. پولیسو لاریون کوونکي د امریکا سفارت ته نږدې له راټولېدو منع کړل.

په استانبول کې هم پولیس له لاریون کوونکو سره مخامخ شول او هغوی ته یې اجازه ورنه کړه چې د ښار د تکسیم په نوم څلور لارې کې راټول شي.

په مادرید کې لاریون کوونکو ویل چې معاشونه په خپل حال پاتې دي، خو لګښتونه ورځ تر بلې لوړېږي.

دغه راز، په فرانسې، یونان، جنوبي کوریا او استرالیا کې هم زرګونه کسان لاریونونو ته راووتل.
په متحده ایالتونو کې هم په دې ورځ په څو ښارونو واشنګتن، نیویارک او شیکاګو کې لاریونونه پلان شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG