د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې خصوصي سکټور لا هم د پایښت لپاره له جدي ازموینې سره مخ دی- نړیوال بانک


همدارانګه دغه سروې ښیي چې په ښځو پورې اړوند اته سلنه سوداګرۍ په موقتي یا دایمي توګه بندې شوي دي.
همدارانګه دغه سروې ښیي چې په ښځو پورې اړوند اته سلنه سوداګرۍ په موقتي یا دایمي توګه بندې شوي دي.

د نړیوال بانک یوه نوې سروې چې د مارچ په ۱۹ ( کب ۲۹مه) خپره شوې، د افغانستان د اقتصادي وضعیت د راتلونکي په اړه د افغان سوداګرو د اندېښنې د زیاتېدو خبر ورکوي.

په دغه سروې کې چې د خصوصي سکټور په برخه کې ترسره شوې او "د نړیوال بانک د خصوصي سکټور چټک سروې" هم بلل شوې، راغلي چې په افغانستان کې سوداګري اوس هم له سختو بانکي او مالي محدودیتونو او همدارنګه د تقاضا له کمښت سره مخ دي. خو د دې سروې په دریم پړاو کې د هغو کسانو په نظرونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې د راتلونکي په اړه بې باوري یو اساسي محدودیت ګڼي او د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د محدودیدو په اړه هم اندېښمن دي.

دغه سروې دا په ګوته کوي چې د افغانستان خصوصي سکتور ددغه هېواد د اقتصاد د بیا راژوندي کولو او د ښځو په ګډون ټولو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو ظرفیت لري.

دغه سروې همداراز یادونه کوي، که څه هم د ورته سروې په پرتله چې په ۲۰۲۱م کال کې ترسره شوې، په اقتصادي ډګر کې د پرمختګ نښې نښانې لیدل کیږي، خو سوداګر هڅه کوي چې په۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو مخکې، د فعالیت کچې ته ورسیږي.

همدارانګه دغه سروې ښیي چې په ښځو پورې اړوند اته سلنه سوداګرۍ په موقتي یا دایمي توګه بندې شوي دي.

د نړیوال بانک پدغه سروې کې ویل شوي چې ډېری افغانان یا له هېواده وتلي او یا هم د کار غیر رسمي بازار ته ننوځي. همداراز د تقاضا کمښت ډېری سوداګر اړ کړي چې پانګونه کمه کړي او خپل کارکوونکي له دندو ګوښه کړي چې ددغه اقدام له امله د بېکارۍ کچه د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسۍ نږدې دوه برابره شوې ده.

نړیوال بانک وايي چې د دغه سروې له مخې په دې موده کې د ښځو په ګمارلو کې د پام وړ کموالی لیدل شوی او زیاتره ښځې په هغو کاروبارونو کې کار کوي چې د ښځو له خوا اداره کیږي.

په پایله کې، د هغو شرکتونو شمیر چې هیڅ ښځینه کارکونکي نلري د ۲۰۲۳م کال په مارچ کې پنځوس سلنې ته رسیدلې.

سروې همداراز دا خبره په ګوته کړې، چې د بانکدارۍ په سکتور کې ننګونې په کورنیو او نړیوالو معلاملاتو منفي اغیزې کوي. اړونده بانکونه د افغانستان بانکونو سره محدودې راکړې ورکړې لري، چې په مستقیم ډول د خصوصي سکټور پر سوداګریزو فعالیتونو اغیزه کوي او د راکړې ورکړې لګښتونه زیاتوي.

د سروې موندنې د غیر رسمي تادیاتو او بډو ورکولو ټیټه کچه په ګوته کوي. په سلو کې ۹۲ شرکتونو ویلي چې دوی په تیرو شپږو میاشتو کې غیر رسمي تادیاتو ته نه دې اړ شوي.

په دغه سروې کې سوداګرو څرګنده کړې چې د طالبانو له حکومت سره خبرو اترو د دوی سوداګریزې ستونزې نه دي حل کړي او د ښځو کوچني کاروبارونه د طالبانو له حکومت سره په تعامل کې زیاتې ستونزې لري او د نارینه وو په پرتله د هغوی د حل کولو امکانات کم دي.

دغه سروې په نړیوال بانک کې "د افغانستان د راتلونکي" په نوم د څیړنیز پروګرام له خوا ترسره شوې. د دې سروې لومړی پړاو د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر او نومبر کې او دویم پړاو یې د۲۰۲۲ کال په مې او جون کې د ټیلیفون له لارې ترسره شو. دریم پړاو د افغانستان په پنځو ولایتونو لکه کابل، بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار کې له ۴۲۲ سوداګرو سره د مخامخ مرکو له لارې ترسره شو.

"د افغانستان راتلونکی" د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه د نړیوال بانک د څیړنې، څارنې او تحلیل پروګرام دی، چې موخه یې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د لارو چارو په موندلو کې مرسته کول دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG