د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو څار سازمان: بشري مرستې افغانستان کې بشري بحران ته د ځواب ویلو لپاره بسنه نه کوي


عکس: ارشیف - بشري مرستو ته منظر افغانان
عکس: ارشیف - بشري مرستو ته منظر افغانان

د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې روان بشري بحران ته په اشارې ویلي چې دغه هیواد سره اوسنۍ بشري مرستې د افغانانو بشري بحران ته ځواب نشي ویلی.

ددغه سازمان یوې څیړونکې فرشتې عباسي د پنجشنبې په ورځ ناوخته مارچ ۱۴( کب ۲۴) په یوه اعلامیه کې ویلي چې له دوو کلنو څخه زیاته موده کیږي چې افغانستان د بشري بحران سره مخ دی او دا ځکه چې مرسته کوونکو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته خپلې مالي مرستې دغه هیواد سره قطع کړې او د افغانستان بانک فعالیت یې هم په نړیوال مالي سیستم کې وځندوه.

میرمن عباسي ویلي: " د طالبانو له خوا د ښځو له حقونو په مختلفو برخو کې سرغړونه په ځانګړي ډول د کار او کسب او د حرکت ازادۍ وضعیت لا سخت کړی دی او پر ښځو او نجونو باندې یې اغیزې لا زیاتې کړي دي. بشري بحران ته ځواب ددغه بحران د سمبالولو توان نلري په ځانګړي ډول د طالبانو د اقداماتو پر وړاندې په ۲۰۲۳ کال کې د بشري مرستو او د مرستو د اهدا کوونکو له خوا بشرپاله مرستې کمې شوي دي".

د ملګرو ملتونو د یو راپور پر اساس په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

میرمن عباسي د ملګرو ملتونو ددغه راپور پر اساس ویلي چې ۶۹ فیصده افغانان کافي خواړه نلري، ۶۷ فیصده افغانان اوبو ته د لاس رسي په برخه کې ستونزې لري، اقتصادي فعالیتونه ۲۷ فیصده کم شوي، یوازې ۴۰ فیصده کسان بریښنا ته لاس رسی لري او ددې سربیره روغتیايي سیستم د ړنګیدو په درشل کې دی.

میرمن عباسي ټینګار کړی: " ښځې ددغه بحران دروند پیټی پر خپلو اوږو وړي".

د عالیه په نوم د ښځینه سنګارتون یوې کارکوونکې چې د شپې له خوا یې په کابل کې په سینګارتون کې کار کوه بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي چې د سینګارتونونو د تړلو په تړاو د طالبانو د امر وروسته یې کار له لاسه ورکړی دی.

میرمن عالیه ویلي: " د خپل ورځیني مصرف د پوره کولو لپاره بله هیڅ وسیله نلرم. څرګنده ده چې په افغانستان کې ښځې د خپلو حقونو او د ژوند د تیرولو د وسیلو له لاسه ورکولو له امله ترټولو زیات زیان ویني".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د مارچ لسم (کب ۲۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې ملګري ملتونه په پام کې لري چې ۲۳.۷ میلیونو کسانو ته چې ۵۲ فیصده یې ښځې او نجونې دي بشري مرستې برابرې کړي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د بشري اړتیاو پر وړاندې د ځواب ویلو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه څه باندې درې میلیارده ډالرو بودیجه غوښتې، خو ددغې ادارې د معلوماتو له مخې تراوسه ددغو پیسو یوازې درې فیصده یې ترلاسه شوي دي.

د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر "اوچا" د معلوماتو له مخې تراوسه نړیوالې ټولنې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروګرامونو د دوام لپاره ۸۷ میلیونه ډالره برابر کړي دي.

د بشري حقونو د څار د سازمان څیړونکې فرشته عباسي ویلي: " مرسته کوونکي باید خپل ځواب پرغوښتنې باندې بیا کتنې ته زیات کړي، خو په ځانله سر یوازې مرستې به کافي نه اوسي. دولتونه باید د بانکي سیستم له لارې د پیسو د تادیه او نورو پولي معاملو د عادي کیدو له اقداماتو ملاتړ وکړي".

فرشتې عباسي ټینګار کړی چې مرسته کوونکي باید په همغږۍ او په یووالي سره کار وکړي ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې طالبان په دوامدار ډول د ښځو او نجونود حقونو څخه د سرغړونو په برخه کې ځواب ویوونکي اوسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG