د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ مرکزي آشپزخانه غزې ته د مرستو رسولو چارې بیا پیلوي


د اسرائیل په هوايي برید کې چې د اپریل په لومړۍ وشو، ددې خیریه مؤسسې اووه غړي ووژل شول.
د اسرائیل په هوايي برید کې چې د اپریل په لومړۍ وشو، ددې خیریه مؤسسې اووه غړي ووژل شول.

د شاوخوا یوې میاشتې راهیسې چې د اسرائیل په یو هوایي برید کې یې اووه کار کوونکي ووژل شول، د نړۍ مرکزي آشپزخانې یکشنبه اپریل ۲۸ ( غوایي نهه) ویلي چې د غزې تړانګې ته د مرستو رسولو چارې د دوشنبې په ورځ بیرته پیلوي.

د دې خیریه مؤسسې اجرائیوي رئیسې ارین ګور ویلي چې د مرستو رسولو بیا پیل کولو پریکړه یې ځکه کړې چې په غزې کې بشري وضعیت لا هم په ناوړه حالت کې دی.

میرمن ګور په یوې اعلامیې کې ویلي، " مونږ خپل فعالیت د عینې انرژۍ او وقار سره پیلوو او پدې تمرکز کوو چې هر څومره ډیرو کسانو ته چې امکان لري، خواړه برابر کړو".

د روانې اپریل میاشتې په لومړۍ نیټې په غزې کې د دې خیریه مؤسسې د موټرو په کاروان د اسرائیل په هوایي برید کې اووه تنه ووژل شول چې په نړیواله کچه وغندل شوه او د متحده ایالاتو په ګډون ګڼ شمیر غربي هیوادونو د اسرائیل څخه د وضاحت غوښتنه وکړله.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو منلې چې پوځ یې د غزې په تړانګې کې د یوې امریکایۍ خیریه مؤسسې اووه کار کوونکي په "غیر عمدي توګه" په هوایي برید کې وژلي دي.

د اسرائیل مشر د دې کسانو وژل کیدو له کبله بښنه نده غوښتې خو دا یې یوه "خواشینوونکې قضیه" بللې او ویلي یې دې چې تر پایه به په بشپړه توګه وپلټل شي.

په عین حال کې د اسرائیل لوی درستیز، هیرزي هالوي ویلي و چې په غزې کې د مرستندویه ادارې په کار کوونکو برید "جدي اشتبا" وه.

د نړۍ مرکزي آشپز خانې ویلي چې په ۲۶۷ لاریو موټرو کې یې نږدې ۸ ملیونه خوراکه خواړه تیار کړي چې د رفح ښارګوټي د لارې به غزې ته داخل شي او همدارنګه ځیني په مرستو بار موټر به د اردن څخه هم غزې ته واستوي.

سره لدې چې د دې برید له کبله اسرائیل خپل دوه جګپوړي چارواکې له دندو ګوښه کړي خو د نړۍ مرکزي آشپزخانې قناعت ندی کړی او د برید په هکله یې د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې.

د نړۍ مرکزي آشپزخانې یا (World Central Kitchen)له اسټرالیا، بریتانیا، کاناډا، پولنډ او د امریکا متحدو ایالتونو څخه "د دې برید په اړه د خپلواکه او ناپیلي تحقیقاتي کمیټې د جوړیدوغوښتنه کړی، ترڅو معلومه کړي‌ چې ایا دغه برید په قصدي توګه ترسره شوي او ایا د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه شوې ده؟"

دغه بنسټ په یوې خبرپاڼې کې ویلي:" د هغه څه د حقیقت د موندلو لپاره چې پیښ شوي او همدارانګه د بشري مرستو په کارکونکو باندې د راتلونکو بریدونو د مخنیوي لپاره، یوازینۍ لاره خپلواکه پلټنې دي."

خو د دغه خیریه موسسې بنسټ ایښودونکي، خوزي اندرس ویلي چې په غزه کې د دوی د مرستندویه کارکونکو موټریز کاروان د اسرائیل لخوا په "سیستماتیک ډول" په نښه شوي دي.

هغه وويل چې د "نړۍ مرکزي آشپزخانې" د اسرائيلي پوځ سره مخکې له مخکې اړیکه لرله او اسرائیلي ځواکونه ددغه خیریه بنسټ د مرستندویه کارکوونکو په حرکت خبر وو.

اندرس زیاته کړه: "دا د بد چانسې خبره نه ده چې وویل شي؛ بم مو په غلط ځای کې غورځولی. هان که چیري موږ (اسرائیل دفاعي ځواکونو) سره همغږي نه وای، هیڅ ډموکراټیک هیواد او هيڅ ځواک دا حق نلري چې ملکي وګړي او مرستندویه کارکوونکي په نښه کړي.

په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه ورسته تر هغه پیل شوه چې د حماس ډلې د تیر کال اکټوبر میاشتې په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل چې د مقاماتو په وینا ۱۱۶۰ تنه یې ووژل. په غزې کې د حماس تر کنترول لاندې د روغتیا وزارت مقامات وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې تر ۳۴زره ډېر کسان، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي او غزه کنډواله شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG