د لاس رسي وړ اتصالات

خالده پوپل: نړیوال جام دې یوازې د لوبو جشن نه وي، بلکې د ټولنې ملاتړ دې هم وکړي

په داسې حال کې چې د فوټبال نړیوال جام د نړۍ پام، مکسیکو ته اړولی او هیواد ته یې پانګونه او د نړیوالې کچې جشنونه راوړي دي، د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ کپتانې، خالده پوپل، په ورزش کې د میرمنو د ونډې په اړه خبرې کړې دي.

آغلې پوپل یوه مهمه پوښتنه راپورته کړې ده: د دې نړیوالې پاملرنې څومره برخه به هغو زیانمنو نجونو او کډوالو ته ورسېږي چې د لوبغالو له دروازو بهر ژوند کوي؟

پوپل، چې د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې له بنسټ اېښودونکو څخه ده، په ۲۰۲۱ کال کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له هېواده ووتله. د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ښځې له ورزش او د ټولنیز ژوند له ډېرو برخو څخه محرومې شوې.

نوموړې اوس د مکسیکو په ښار کې له سیمه‌ییزو بنسټونو سره په ګډه د کډوالو ماشومانو او د محرومو ټولنو لپاره د فوټبال روزنیز پروګرامونه پر مخ وړي. هغه هڅه کوي چې د نړیوال جام له فرصت څخه په استفادې، کوربه هېوادونه وهڅوي څو د سیالیو تر پای وروسته هم د ټولنې لپاره دوامدار او مثبت میراث پرېږدي.

پوپل له رویټرز سره په مرکه کې وویل: «نړیوال جام په ډېر لنډ وخت کې ترسره کېږي، خو له نړیوال جام وروسته څه کېږي؟ ټولنې به لا هم پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري.»

هغې دا نظر په کلکه رد کړ چې ګواکې ورزش او ټولنیزې مسئلې باید له یو بل څخه جلا وي.
پوپل وویل: «د فوټبال هر څه له سیاست سره تړاو لري. دا هم سوداګري ده او هم سیاست.» د هغې په وینا، په ځانګړې توګه د ښځو فوټبال تل له ټولنیز فعالیت او مدني مبارزې سره نږدې اړیکه درلودلې ده.

هغې زیاته کړه، ځکه چې د ښځو فوټبال په تاریخي ډول کافي مالي ملاتړ نه درلود، ډېری لوبغاړو یوازې د لوبې سره د مینې له کبله لوبه کوله او همدې کار هغوی ته دا توان ورکړ چې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ د معاشونو د توپیر، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي او ددې په څېر د نورو نړیوالو کمپاینونو مشري وکړي.

هغې وویل: "نړیوال جام په ډېر لنډ وخت کې ترسره کېږي. خو له نړیوال جام وروسته به څه پېښېږي؟ ټولنې څنګه کولای شي هغه پاملرنه او ملاتړ ترلاسه کړي چې ورته اړتیا لري؟ دا هغه څه دي چې زه غواړم ورباندې پوه شم. کله چې نړیوال جام نور په مکسیکو کې نه وي، د نړیوال جام له پای ته رسېدو وروسته به د مکسیکو د ښځو وضعیت څه وي؟"

خو پوپل وايي، د لوبغالي دننه پرمختګ باید له لوبغالي بهر له بدلونونو سره هم مل وي. مکسیکو لا هم د ښځو پر وړاندې له لوړې کچې تاوتریخوالي سره مخ دی. همدارنګه، د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د معلوماتو له مخې، تېر کال دغه هېواد له ۷۰ زرو څخه ډېرو کډوالو او بې‌ځایه شویو کسانو ته پناه ورکړه، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي او په سرپناوو کې ژوند کوي.

پوپل خبرداری ورکړ چې که دغو زیانمنو ټولنو ته فرصتونه او اوږدمهاله ملاتړ برابر نه شي، د تاوتریخوالي او ټولنیز محرومیت کړۍ به دوام ومومي.

پوپل وویل: «فوټبال دومره په تجارت بدل شوی چې د لوبغاړو غږ یې ترې اخیستی دی. هر څومره چې پیسې او سوداګریز شرکتونه زیاتېږي، او هر څومره چې پر جامو مو د شرکتونو نښې او لوګوګانې ډېرېږي، هماغومره مو د خپل غږ د پورته کولو ځواک کمېږي.»

هغې دا اندېښنه هم څرګنده کړه چې د ښځو د فوټبال له نړیوال شهرت او سوداګریزې پانګونې سره، هغه ټولنیز او مدني بنسټ چې دغه ورزش پرې ولاړ و، د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG