د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال کپ ولې افغانستان ته نه لېږدول کیږي؟


په استرالیا کې چې په ۲۰۱۵کال کې د نړیوال جام سیالۍ وشوې، هغه کپ کابل ته انتقال شوی و
په استرالیا کې چې په ۲۰۱۵کال کې د نړیوال جام سیالۍ وشوې، هغه کپ کابل ته انتقال شوی و

د کرکټ نړیواله شورا وايي چې د امنیتي ستونزو له کبله افغانستان ته د ۲۰۱۹ کال نړیوال کپ نه لېږدول کیږي.

دود دا دی چې دا کپ د هر نړیوال جام تر سیالیو څو میاشتو مخکې هغو هېوادونو ته انتقالیږي چې د کرکټ د نړیوال جام سیالیو کې برخه لري. د دې کار لوی هدف دا ښودل کیږي چې د کرکټ مینوال دا کپ وویني.

د کرکټ نړیوالې شورا په خپل ویپاڼې کې د دغه کپ د سفرونو یوه نقشه خپره کړې چې د افغانستان نوم په کې نه لیدل کیږي. په استرالیا کې چې په ۲۰۱۵ کال کې د نړیوال جام سیالۍ وشوې، هغه کپ کابل ته انتقال شوی و.

د کرکټ د نړیوالې شورا یو مطبوعاتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې افغانستان کې امنیتي ستونزې دې او نړیوالې شورا پرېکړې کړې ده چې دا کپ به افغانستان ته سفر نکوي.

خو وايي چې د نړۍ په نورو برخو کې به افغان مینوالو ته دا زمینه برابروي چې دا کپ وویني او لمس یې کړي. دا کپ به پاکستان، هند، سرېلنکا او بنګله دېش ته هم سفرونه کوي.

په همدې حال کې د افغانستان کرکټ‌ بورډ وايي چې په دې اړه یې د کرکټ له نړیوالې شورا څخه وضاحت غوښتی دی.

د کرکټ د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام سیالۍ په برتانیا کې کېږي چې د افغانستان په ګډون په کې لس هېوادونه برخه لري. دا دویم ځل دی چې افغانستان د یوې ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې ګډون کوي.

د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې یو وار کیږي، د لومړي نړیوال جام سیالۍ په ۱۹۷۵ کال کې په انګلنډ کې وشوې چې ویسټ انډيز اتلولي وګټله.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG