د لاس رسي وړ اتصالات

اصغر افغان په شل اوریزو سیالیو کې۱۰۰۰ منډې پوره کړې


اصغر خپله زرمه منډه د ایرلنډ خلاف لوبې کې وکړه
اصغر خپله زرمه منډه د ایرلنډ خلاف لوبې کې وکړه

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان اصغر افغان د ۲۰ اورونو په نړیوالو سیالیو کې ۱۰۰۰ منډې پوره کړې.

اصغر افغان خپله زرمه منډه/رنز د چهارشنبې په ورځ (اګست۲۲) ایرلنډ خلاف لوبې کې پوره وکړې. هغه د شپږیزې په وهلو ۱۰۰۰ منډې پوره کړې.

د افغانستان د ملي لوبډلې کپټان ټولټال ۵۶ نړیوالې شل اوریزې سیالي کړي دي. تر ټولو ډېرې منډې یې په یوې لوبې کې ۶۲ دي.

اصغر افغان له څو کلونو راهېسې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان دی.

افغانستان له ایرلنډ سره د ۲۰ اورونو درې نړیوالې لوبې لري، اوله لوبه یې ګټلې ده. دا لوبې په ایرلنډ کې کیږي.

XS
SM
MD
LG