د لوی اختر ورځ د اسلامي نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې په یو ډول دیني او کلتوري بڼو لمانځل کیږي.
افغانستان
په افغانستان کې اختر پرون د شنبې په روځ د نوي جمهور رئیس په لاس د ځانگړو رسمی مراسمو په ترڅ کې پیل شو. خلکو د اوږدو ټاکنو نه وروسته خپل مذهبی مراسم په خوشحالۍ پر ځای کړل. ددوي دپاره د امید نه ډکه خبره دا وه چې د اختر لومړۍ ورځ د خونړیو تاوتریخوالو او انتحاری بریدونو نه پرته پای ته ورسیده.
مالیزیا
مالیزیایی مسلمانانو د عید الاضحی یا لوي اختر د نمانځنی دری ورځنی مراسم پرون د شنبې په ورځ پیل کړل. کوالالامپور ته نږدې د شاه علم په نوم جومات کې د لمانځه او قربانۍ دپاره را غونډ شويو خلکو ته ددې جومات مشرملا وویل چې دا مراسم نه یوازې مذهبِ ارزښت لري بلکه د بث وزلو سره یو ډول مرسته هم ده. هغه وویل،
"ددې ورځې برکت پدې کې دی چې دا د مسلمانانو دپاره د یو ځای کیدو زمینه برابروي. پدې برسیره دا زمونږ د دوستانو سره هم مرسته کوي. بی وزلو ته د غوښې وېش هم د ثؤاب کار دی."
مالیزیا لوي اسلامي هیواد دی چې خلک یی منځلاري مسلمانان دي. ددې هیواد چې ټول ټال نفوس یی دیرش ملیونو ته رسي، شپېته فیصده خلک مسلمانان دي.
عراق
په بغداد کې شیعه مسلمانانو نن د یکشنبې په روځ لدې سره سره چې پر لارو کوڅو او سړکونو باندې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي و، د اختر لومړۍ ورځ ونمانځله. د محمد ال حیدري په نوم عراقي ملا پخپل هیواد کې د دې ورځې د نمانځنو په اړه داسې وویل، " عراقی خلکو او دغه مسلمان ملت ته د اختر مبارکي وایم او د خدای څخه د رحمت او امن غوښتنه کوو. دا واضحه ده چې عراق له خورا گران حالت څخه تیریږي نو مونږ هم پر غراقیانو باندی غږ کوو چې د خپل پوځ، د عراقې پوځیانو او نویو استخدام شویو سرتیرو ملاتړ وکړی تر څو تررزم ته ماتې ورکړي."
هند
ددې تر څنگ که څه هم چې په هند کې سبا ته، د دوشنبې په روځ، د اختر دلومړی ورځې مراسم پر ځای کیږی خو ددې هیواد په جنوب د کریلا د ایالت مسلمان اوسیدونکي د سعودي عربستان له خوا ټاکل شوې نېټې تعقیبوي. دوی خپل اختر نن د یکشنبې په روځ ونمانځه. په کریلا کې مسلمانانو، په مکې کې د حج د مراسمو په بشپړیدو، د سهار د لمانځه نه وروسته یو بل ته د لوي اختر مبارکي ورکړه او د قربانۍ غوښه یی هم د خپلو خپلوانو او دوستانو تر څنگ د بی وزلو سره شریکه کړه.
عبدالغفور د ترایندو ورم پور د سیمې مسلمان اوسیدونکي پدې اړه داسې وویل، "مونږ د خپل هیواد د پرمختگ او د انسانانو د لا غوره ژوند دپاره د خدای دربار ته د دعا لاس اوچت کړ."
اندونیزیا
د اکثرو اسلامي هیوادونو په مراسمو کې د اختر ورځ د ټولې کورنۍ دپاره د دیني ارزښت ترڅنگ ټولنیز اهمیت هم لري چې څرک یی په اندونیزیا کې هم تر سترگو شو. ساراباني د رایو پولو اسام جومات ملا امام پدې اړه داسې وویل، "کله چې مونږ عبادت کوو او روژه نیسو او د حج فرایض پر ځای کوو. نو دا د بل چا دپاره نه بلکه د ځان دپاره یی کوو، زمونږ گټه پکی ده. خو جشن یوازې د ځانونو دپاره ندی بلکه د هر مسلمان دپاره دی. مونږ هغه څه چې لرو د اړو سره یی ویشو."
په اندونیزیا کې مسلمانانو د لمونځ په ادا کولو یو بل ته د اخترد لومړی ورځې مبارکي ورکړه. دا د خدای تعالی امر ته د ابراهیم ع د اطاعت څرگندونه کوي چې د خپل زؤي قربانۍ ته حاضر و.
سوریه
په سوریې کې هم د نورو اسلامی هیوادونو په شان دا ورځ د امنیتي تدابیرو په ترڅ کې ونمانځل شوه. خو پدې ورځ په سوریی کې د پام وړ یوه مسله دا وه چې د سوریی جمهور رئیس، بشارالاسد، په پلازمینې دمشق کې د اختر لمونځ پر ځای کړ. د سوریی دولتی تلویزیون د ال نومان بن بشیر په جومات کې د عبادت پر مهال د اسد ویدیو خپره کړه چې د نورو حکومتي چارواکو او د هغه هیواد د اعظم مفتي احمد بدر الدین حسون سره یو ځای لمونځ کوي.
بشارالاسد په سوریې کې د کورني جنگ تر پیل وروسته ډیر کم د خلکو په وړاندې او یاهم غونډو کې څرگندیږي.
ددې نه وړاندی هغه په تیر جولای کې د عید الفطر په مراسمو کې څرگند شوی و.
پاکستان
په پاکستان کې مظاهره کونکي هوډ کوي چې دوي به داختر په ورځو کې هم د نواز شریف د برطرفه کولو دپاره خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي: دوي دا ژمنه هم وکړه چې د اسلام آباد په سور زون کې چې د آگست د څوارلسمې نه راوروسته چې مظاهره کونکو خیمې وهلي د حکومت په ضد خپل مخالفت ته پداسې حال کې دوام ورکړي چې دا سیمه تل د کلکو تدابیرو په ترڅ کې څارل کیږي.
سید محمد سجاد حسین چې د القادري ملاتړی دی د نن ورځې او خپل هدف په اړه داسې وویل "که مونږ خپل هدف ته ونه رسیدو نو مونږ به نا امید او خپه شو او اختر به مو اختر نشي نو که دلته زر اخترونه هم تیر کړو نو چې موخې مو تر لاسه کوو، زمونږ دپاره د منلو وړ ده.
پاکستان وایی اختر به سبا ته د دوشنبې په روځ په ځانگړو مراسمو پیل کړي.