د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک افغانستان سره د ۴۰۰ میلیونو ډالرو مرسته کوي


نړیوال بانک مخکې هم افغانستان سره د سلو میلیونو امریکايي ډالرو مرسته کړې.
نړیوال بانک مخکې هم افغانستان سره د سلو میلیونو امریکايي ډالرو مرسته کړې.

نړیوال بانک په افغانستان کې د اصلاحاتو بهیر د ساتنې او دوام او د کرونا ویروس د وبا سره د مبارزې لپاره دغه هیواد ته ۴۰۰ میلیون ډالره نوې وړیا مالي مرسته تصویب کړې ده.

د نړیوال بانک له خوا د جمعې په ورځ مې ۸ (غوايي۱۹ ) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه بانک مدیره پلاوي په افغانستان کې په اقتصادي او مالي برخو کې د اصلاحاتود بهیر د دوام او د کرونا ویروس د ناورین د خطرونو او ګواښونو د مدیریت په برخه کې له افغان حکومت څخه د ملاتړ لپاره د ۴۰۰ میلیون امریکایي ډالرو د دې نوې وړیا مرستو بسته تصویب کړې ده.

په دغه مالي مرسته کې ۱۶۰ میلیون امريکايي ډالره د نړيوالې د پراختيايي ادارې مرسته ده چې د نړۍ تر ټولو بې وزله هیوادونو لپاره د نړیوال بانک د ګروپ د مالي ملاتړ برابروونکي یوه څانګه ده او ۲۴۰ میلیون امريکايي ډالره يې د افغانستان د بیارغونې صندوق " اې ارټي ایف" سره مرسته ده چې د دغه صندوق مدیریت د ۳۴ ملاتړکوونکو هيوادونو او نړیوالو تمویل کوونکو موسسو په استازولۍ پخپله نړيوال بانک کوي.

دغه نوې مالي مرستې به د تشویقي پالیسۍ د پراختيا پروګرام له لارې، د سوداګرۍ قوانینو او مقرراتو کې ښه والی، د خصوصي پانګې اچونې تشویق او هڅونه، د ټولنیزو خدماتو پراختيا او د ملکي خدمتونو په برخه کې د اصلاحاتو پلي کول، له طبيعي پېښو سره د مبارزې په موخه د تدابیرو او امکاناتو پیاوړي کول، د مالي مدیریت ښه کول او د دولتي ادارو اقتصادي مدیریت او مالي ثبات په برخه کې د نورو اسانتیاو او امکاناتو د برابرولو په چارو ولګول شي.

دا اعلامیه وايي"د دغه نوې مالي بستې تصویب د دې ښکارندويي کوي چې نړيوال بانک د کرونا ویروس د خپرېدو په دې سختو شرایطو کې او له دې څخه هغه خوا هم له افغانانو څخه په دوامداره توګه ملاتړ کوي".

په افغانستان کې د نړيوال بانک د دفتر رییس، هينري کرالي ویلي: "د دې وړیا مالي مرستې په برابرولو سره تمه کېږي چې د افغانستان دولت په دې سختو شرایطو کې په بېلابېلو سکټورونو کې د اصلاحاتو د دوام لپاره مالي امکاناتو او سرچينو ته په اسانه توګه لاسرسی ومومي او له دې لارې وکولی شي د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په کورنيو عوایدو کې راغلی کموالی په ښه توګه مدیریت کړي".

نړیوال بانک ویلي چې افغانستان په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې له ډېر سخت وضعیت سره مخ دی.

د سرحدونو تړل کېدل، د ټرانسپورټي خدمتونو او د سوداګريزو توکو ټرانزیټ درېدل د عوایدو د کمېدو لامل شوی دی او همدارنګه د بشپړ قرنطین د مقرراتو وضع کول او د کرونا ناروغۍ د مخنيوي لپاره وقايوي تدابیرو د افغانستان په اقتصادي وضعیت منفي اغېزې درلودی شي.

پر دې سربېره د لوږې او بې وزلۍ کچه په دغه هیواد کې په پراخه توګه یو ګواښ بلل کېږي چې ورسره سیاسي او امنيتي بې ثباتې هم په هيواد کې دوام لري.

نړیوال بانک د دغې نوې مرستې وړاندې هم افغانستان سره د کرونا د ویروس د وبا څخه د زیږیدلو ستونزو او د ددغه هیواد د روغتیايي سکټور د پیاوړي کیدو لپاره د۱۰۰میلیونو امریکايي ډالرو مرسته کړې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دریو کلنو کې به په مصرف ور سول شي.

افغانستان کې د کرونا د ویروس لومړۍ مثبته پیښه د تیر ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په پنځمه ثبت شوې ده، خو اوس مهال دا ویروس د دغه هیواد ۳۴ ولایتونو ته خپور شوی دی.

افغان حکومت د کرونا د ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره په کابل او اکثرو ښارونو کې د ورځې له خوا پر تګ راتګ بندیزونه لګولي دي چې له امله یې په سلګونو زرو خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړي او د خوراکي توکو بیې لوړې ختلي دي.

د ملګروملتونو د یو راپور له مخې د روان میلادي کال د مارچ له نیمايي څخه راوروسته د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې تر ۳۰ فیصدو پورې پورته شوي دي.

XS
SM
MD
LG