د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې ۳۵۴ میلیونه خلک په زیړي اخته دي


د جولای ۲۸ (زمری ۶) له زیړي (Hepatitis) سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. دا ورځ سږکال په داسې حال کې لمانځل کیږي چې د روغتیا د نړيوال سازمان (WHO) په وينا په نړۍ کې ۳۵۴ میليونه خلک په دغې ناروغۍ اخته دي او ډیری یې ددغې ناروغۍ واکسین او درملنې ته لاسرسی نلري.

د روغتیا د نړيوال سازمان د معلوماتو لمخې، لږترلږه په هرو ۳۰ ثانيو کې يو کس ددغې ناروغۍ له امله مري.

په پاکستان کې هم دا ناروغي په چټکتيا سره خپريږي او په دغه هېواد کې روغتیايي مسولینو ویلي دي چې هر کال په دغه هیواد کې د زیړي له آمله له ۳۰زرو څخه تر ۳۵زرو پورې خلک مري.

یوې څېړنې همدرانګه ښوولې وه چې په پاکستان کې په هر لسو کسانو کې يو تن په هيپاټايټس اخته دى.

عامر غفور د پېښور په ليډي ريډنګ روغتون کې د معدې او ځيګر ډاکټر او په خيبر پښتونخوا کې د هيپاټايټس متخصص وايي چې د هيپاټايټس پنځه ډوله دي: اې، بي، سي ، ډي او اي.

د نوموړي په خبره، تر ټولو خطرناک ډولونه يې بي او سي دي.

هغه وايي هيپاټايټس بي واکسين لري چې په شپږو مياشتو کې درې ځله ورکول کیږي. او د هيپاټایټس سي لپاره بايد د شپږو مياشتو درملنه وشي.

د ډاکټر عامر په خبره، هیپاټایټس ته "خاموش وژونکی" هم ویل کېږي. هغه وايي: "دا ناروغي انسان ورو ورو له منځه وړي او نورې ناروغۍ رامینځته کوي".

ډاکټر عامر غفور وايي، ډېر خلک دا ناروغي د شرم لامل ګڼي او نه غواړي چې نور پرې خبر شي، چې له امله يې د نورو د اخته کېدو چانس هم زياتېږي.

د هيپاټايټس دغه متخصص ډاکټر زیاتوي: "تور زيړى د وينې له لارې بل کس ته لګېږي، په لارو بازارونو کې چې کوم خلک د نايي لپاره ځي نو دا د ناوړو وسايلو نه لګيږي. او دې سره خلک بيا ناروغ تن سره لاس غاړه نه ورکوي چې له امله اوس خلک خپل ناروغي نه څرګندوي".

۳۲ کلن شاد محمد د زېړي په ناروغۍ اخته دى او حالت يې ښه نه ښکاري. د هغه ورور زبير وايي، شاد محمد په پښو کې ډېر درد درلود او تبه يې کوله. د معاينې وروسته، په هغه کې هيپاټايټ وموندل شو.

زبیر وايي: "ډاکټران وایی د هغه ځیګر له منځه تللی اوس باید ورته ځیګر ټرانسپلانټ شي".

د روغتيا د نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې د هيپاټايټس په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۸۰۰ زرو اوښتى دى او ددې ناروغۍ له آمله د ځيګر سرطان هم زيات شوى دی.

XS
SM
MD
LG