د لاس رسي وړ اتصالات

نړۍ د زغم غوښتنه کوي خو اسرائیل وایي د ایران بریدونو ته ځواب وایي


پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ مشرانو له اسرائیل د زغم غوښتنه کړې خو د دې هیواد د پوځ مشر دوشنبه اپریل ۱۵ (وري۲۷) یو ځل بیا هوډ څرګند کړ چې د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته به ځواب وایي.

جنرال هرزیل هالیوي دا څرګندونې د نیواتیم په نظامي اډې کې سرتیرو ته په وینا کې وکړلې چې د شنبې په ورځ د ایران په بریدونو کې په نښه شوې وه.

د اسرائیل پوځ ویلي چې دې نظامي اډې ته ډیر زیان ندی اوښتی او ایران ادعا لري چې د اپریل میاشتې په لومړۍ نیټې په دمشق کې په قونسلګرۍ باندې برید له همدې اډې شوی و.

د اسرائیل د پوځ لوی درستیز وویل، " د اسرائیل په دولت او خاورې باندې د ایران د ډیرو توغندیو، کروز توغندیو او بې پیلوټه الوتکو وارولو ته به ځواب وویل شي".

ایران د شنبې په ورځ په اسرائیل څه باندې ۳۰۰ بالاستیک او کروز توغندي او ډرون الوتکې چې چاودیدونکي مواد پکې ځای پر ځای شوي و، وارې کړلې خو د اسرائیل پوځ ویلي چې د امریکا او نورو هیوادونو په مرستې یې تقریباً ټول توغندي او ډرون الوتکې شنډې کړیدي.

په عین حال کې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو د دوشنبې په ورځ د دویم ځل لپاره د هیواد د جنګ د کابینې سره کتلي او د ایران بریدونو ته په احتمالي ځواب ویلو یې بحث کړی.

ایران هم خبرداری ورکړی که اسرائیل د غچ اخیستو لپاره پدې هیواد یا یې په ګټو برید وکړي، دوي به یې ورته لا زغرده ځواب ورکړي.

په سیاسي چارو کې د ایران د جمهور رئیس مرستیال محمد جمشیدي د اکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د "ستراتیژیکې حوصلې" لپاره وخت پای ته رسیدلی او دا چې د ایران په پرسونل او شتمنیو بل برید ته به "مخامخ او سزا ورکوونکي ځواب وویل شي".

ایراني چارواکو دا هم ویلي چې که اسرائیل د هغوي په قول بله سهوه ونکړي، دوي به هم بل برید ونکړي.

سره لدې چې د متحده ایالاتو پوځ په اسرائیل د توغندیو او ډرون الوتکو په شنډولو کې مهم نقش درلود خو یو جګپوړي امریکایي چارواکي ویلی چې جمهور رئیس جو بایډن د اسرائیل صدراعظم سره په خبرو کې ویلي دي چې په ایران د ځوابي برید لپاره به د اسرائیل ملاتړ ونکړي.

پخپله نیتن یاهو بیا ویلي چې ایران د نړۍ امنیت ته ګواښ دی او د نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي چې د ایران پر ضد یو موټی وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG