د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ مشران د متحده ایالاتو د انتخاباتو په هکله څه وایي؟


د ایټالیا صدراعظم ماټیو رینزي ویلي دي چې د متحده ایالاتو د لومړي تور پوستي جمهور رئیس په توګه جمهور رئیس براک اوباما په تاریخ کې دایمي پاڼه ثبت کړه. " ښاغلي رینزي د ښاغلي اوباما په ستاینې کې ویلي دي چې نسلونه به د هغه نه الهام اخلي.

د ایټالیا صدراعظم په نړیواله کچه د جمهور رئیس براک اوباما د لاسته راوړنو په برخې کې د ایران د جنجالي اتومي پروګرام په هکله موافقه او د کیوبا سره د دیپلوماتيکو اړیکو بیرته پیل کول ښودلې دي.

صدراعظم رینزي چې پخپله هم د ایټالیا د دیموکرات ګوند مشر دی ، ویلي دي هیله لري چې په متحده ایالاتو کې هیلري کلنټن دغه انتخابات وګټي.

په همدې حال کې د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل ویلي دي چې د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د هیلري کلنټن بریا به د نړۍ په کچه د د ښځو د رهبرۍ او مشرتابه موازینه برابره کړي. میرمن مرکل دا ونه ویل چې پدې انتخاباتو کې د کوم کاندید ملا تړي خو دومره یې ویلي دي که هیلري کلنټن جمهور رئیسه شي، پدې سره به په هغو څوکیو کې د میرمنو او سړیو تر منځ یو څه موازینه راشي چې تر دې دمه یې مشري د سړیو په لاس کې وه.

د پولینډ د بهرینو چارو وزیر ویټولډ واس چکوسکي بیا ویلي دي چې د ختیځې اروپا هیوادونه د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست انتخابات د نږدې نه څاري.

ښاغلي واس چکوسکي پدې باره کې څه ونه ویل چې د سیمې د امنیت او سیاسي ګټو د ساتلو لپاره به هیلري کلنټن یا ډانلډ ټرمپ ښه نقش ولري.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د متحده ایالاتو د راتلونکي جمهور رئیس په هکله ښه قضاوت وروسته تر هغه کیدلی شي چې د بهرنۍ پالیسۍ او نظامي سکتور ته څه ډول کسان ګماري.

XS
SM
MD
LG