د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ د نړۍ مشران غواړي نړیوال مالي سیستم وژغوري


د اسعارو نړیوال بازار خورا رالویدلی دی
د اسعارو نړیوال بازار خورا رالویدلی دی

د نړۍ مالي مشران په بیړنیو اقداماتو او بازار ته د نغدو پیسو په پمپ کولو (وړاندې کولو) سره هڅه کوي چې د کروناویروس په وجه ګډوډ شوی نړیوال بازار ډاډمن کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو، اروپا او آسیا پالیسي جوړونکو د اقتصادي ثبات لپاره د سود کچه پداسې حال کې راټیټه کړه چې د مالونو د تدارکاتو د زنځیر کړۍ ماتې شوي، ترانسپورتي چارې فلج شوي او دکانونه خالي دي.

په داسې حال کې چې د نړۍ د هیوادونو د مالیې وزیران او مرکزي بانکونه ورته ستراتیژۍ ته مخه کوي، بازارونه او ولسونه د نړۍ د دوو سترو اقتصادي قوتونو، د امریکا متحده ایالاتو او چین ترمنځ د جنجال په وجه نور هم اندیښمن شوي دي. د کروناویروس د پراخیدو د مخنیوي لپاره د هیوادونو سرحدونه تړل شوي او ښارونه قرنطین شوي دي.

په نړیواله کچه د کروناویروس د پیښو شمیر تر دې دمه ۲۱۹ زرو ته رسیدلی او تر اوسه ۸۹۰۰ کسان ددې ویروس په وجه مړه شوي.

د تیرې چهارشنبې په ورځ د اروپا مرکزي بانک د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو په شان د اقتصادي کړکیچ د مخنیوي په مقصد ۸۱۷ میلیارد ډالر چلند ته وړاندې کړل.

د امریکا په متحده ایالاتو کې په دوو ورځو کې د دریم ځل لپاره د کریدت بیړنی پروګرام پلي شو چې که پانګه وال سمدستي له پانګونو لاس واخلي، د ۳.۸ تریلیون ډالرو مارکيټ مالي زیرمې او صنعت جاري پاته شي.

د یکشنبې په ورځ فدرالي حکومت د سود کچه نژدې صفر ته راټیټه کړه او د سلګونو میلیارد ډالرو د چلند ژمنه یې پداسې حال کې وکړه چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ کانګرس ته د مالي کړکیچ د مخنیوي لپاره د یو تریلیون ډالرو وړاندیز وکړ.

په بریتانیا کې برتانوي پونډ د ډالر په وړاندې د ۱۹۸۵ کال راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته راولوید.

استرالیا د کروناویروس له ویرې خپلې پولې وتړلې او ۵۶ میلیارد ډالر یې د اقصاد د ژغورولو لپاره بازار ته وړاندې کړل.

د برازیل څخه نیولې تر هند پورې په ټولو پرمخ تللو هیوادونو کې مرکزي بانکونو په روانه اونۍ کې ددې لپاره چې د پور اخیستلو سود زیات نشي د دولتي شتمنیو په اخیستلو لاس پورې کړ.

XS
SM
MD
LG