د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ نفوس د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ورځ له اتو میلیاردو څخه اوړي


د متحده ایالاتو د سرشمیرنې ادارې د معلوماتو له مخې، د نړۍ نفوس به د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ورځ څه د پاسه اته میلیارده کسانو ته ورسیږي.

د دغه راپور له مخې سږ کال د نړۍ نفوس ۷۵ میلیون زیات شوی دی.

د متحده ایالاتو د سرشمیرنې اداره وايي چې سږکال د نړۍ د ودې کچه له یوې سلنې څخه لږه وه. د سرشمیرنې ادارې د شمیرو له مخې، د ۲۰۲۴ له پیل څخه به په ټوله نړۍ کې په هره ثانیه کې ۴.۳ زیږونونه او دوه مړینې ثبت شي.

په متحده ایالاتو کې سږ کال د نفوسو د ودې کچه ۰.۵۳ سلنه وه او د دغه هېواد په نفوس کې ۱.۷ میلیون کسان زیات شوي دي. په دې توګه به په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا نفوس ۳۳۵،۸ میلیونه کسانو ته ورسیږي.

تمه کیږي چې د ۲۰۲۴ کال د پیل څځه متحده ایالاتو کې په هرو نهو ثانیو کې یو زیږون او په هرو ۹،۵ ثانیو کې د یو تن د مړینې راپور ورکړل شي. خو د سرشمیرنې د ادارې د راپور له مخې له نورو هیوادونو څخه د خلکو مهاجرت به د امریکا د نفوسو د کمیدو مخه ونیسي.

په بروکینګز انسټیټیوټ کې د سرشمیرنې کارپوه ویلیم فری وویل: "که [د نفوس د ودې] اوسنی سرعت د لسیزې تر پایه دوام وکړي، نو د ۲۰۲۰ لسیزه به د متحده ایالاتو په تاریخ کې د نفوس د ودې د ترټولو ورو ودې لسیزه وي، او د ۱۰ کلنې دورې یعنی د ۲۰۲۰ تر ۲۰۳۰ پورې د څلورو فیصدو څخه کمه وده ولري. اوسمهال د نفوس د ودې ترټولو ورو لسیزه په ۱۹۳۰ کې وه، کله چې د ودې کچه ۷،۳ سلنه وه."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG