د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۲۶ کال د نړۍ لس شتمن کسان 

د فوربس اقتصادي مجلې د ۲۰۲۶ کال د اګست میاشتې لپاره د نړۍ د لسو شتمنو کسانو نوملړ خپور کړی چې د هغوی ټوله شتمني شاوخوا ۲.۶ ټریلیون ډالرو ته رسېږي.

۱. ایلن ماسک

ایلن ماسک، د سپېس‌ایکس او ټیسلا شرکتونو مالک، د اټکل له مخې د ۶۹۰ میلیارد ډالرو د شتمنۍ سره لا هم د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی. هغه د اکس یا پخواني ټویټر ټولنیزې شبکې مالک هم دی. ماسک د جولای په میاشت کې د خپلې شتمنۍ ۳۶۳ میلیارد ډالر له لاسه ورکړل چې په دې نوملړ کې د یوه کس د شتمنۍ تر ټولو ستر میاشتنی کمښت بلل کېږي. د سپېس‌ایکس او ټیسلا د ونډو د ارزښت کمېدل د دې زیان له عمده لاملونو څخه بلل شوي دي.

ماسک د سپېس‌ایکس ۳۸ سلنه ونډې او د ټیسلا نږدې ۱۱ سلنه ونډې لري. هغه د جون په میاشت کې، د سپېس‌ایکس د ونډو له عامه عرضې وروسته، د لنډې مودې لپاره د نړۍ لومړنی ټریلیونر هم شو.

۲. لېري پېج

لېري پېج، د ګوګل شرکت له بنسټ‌اېښودونکو څخه دی، چې د ۲۹۲ میلیارد ډالرو د شتمني سره د نړۍ د شتمنو کسانو په نوملړ کې دویم ځای لري. د هغه شتمني د جولای په میاشت کې شاوخوا یو میلیارد ډالر زیاته شوې ده.

لېري پېج په ۱۹۹۸ کال کې له سرګي برین سره یوځای ګوګل شرکت جوړ کړ. نوموړی اوس د ګوګل او الفابت شرکتونو د مدیره پلاوي غړی او د دغو شرکتونو له عمده ونډه‌والو څخه دی.

فوربس راپور ورکړی چې پېج د ډایناتومیکس په نوم د مصنوعي ځیرکتیا پر یوه نوي شرکت هم کار کوي چې فعالیت یې د محصولاتو پر جوړولو متمرکز دی.

۳. جېف بېزوس

جېف بېزوس، د امازون شرکت بنسټ‌اېښودونکی، د اټکل له مخې د ۲۷۸ میلیارد ډالرو په شتمنۍ سره د نړۍ درېیم شتمن کس دی.

د بېزوس شتمني د جولای په میاشت کې ۲۹ میلیارد ډالر زیاته شوه، ځکه چې په دې میاشت کې د امازون د ونډو ارزښت ۱۴ سلنه لوړ شو. دې زیاتوالي هغه له سرګي برین څخه مخکې کړ او له مارچ میاشتې وروسته یې د لومړي ځل لپاره بېرته درېیم مقام خپل کړ.

بېزوس په ۱۹۹۴ کال کې امازون شرکت جوړ کړ او اوس یې د مدیره پلاوي اجرائیوي رییس دی. هغه د بلو اوریجین په نوم فضايي شرکت هم جوړ کړی او په هغه کې یې میلیاردونه ډالر پانګونه کړې ده.

۴. سرګي برین

سرګي برین، د ګوګل یو بل بنسټ‌اېښودونکی دی، د ۲۶۹ میلیارد ډالرو د شتمنۍ سره څلورم ځای لري. د هغه شتمني په تېره میاشت کې یو میلیارد ډالر زیاته شوې؛ خو د جېف بېزوس د شتمنۍ د لا ډېرې ودې له امله برین له درېیم مقام څخه څلورم ته ښکته شو.

برین په وروستیو کلونو کې د الفابت شرکت د مصنوعي ځیرکتیا په ستراتیژۍ کې بېرته فعال شوی او د ګوګل د جمنای مصنوعي ځیرکتیايي چټ‌بوټ په پراختیا کې یې هم ونډه اخیستې ده.

۵. مایکل ډېل

مایکل ډېل، د ډېل ټکنالوژۍ د شرکت بنسټ‌اېښودونکی او اجرائیوي رییس دی، چې د اټکل له مخې د ۲۲۹ میلیارد ډالرو د شتمنۍ سره د نړۍ پنځم شتمن کس دی.

د هغه شتمني د جولای په میاشت کې شاوخوا شپږ میلیارد ډالر کمه شوې ده. مایکل ډېل په ۱۹ کلنۍ کې د ټکساس پوهنتون له لیلیې څخه د کمپیوټرونو په پلورلو خپل سوداګریز فعالیت پیل کړ.

هغه اوس د ډېل ټکنالوژۍ د شرکت رییس او اجرائیوي رییس دی. دغه شرکت په ۲۰۱۶ کال کې د ډېل او د معلوماتو د زېرمه کولو شرکت ای‌ام‌سي ترمنځ د ۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت له ادغام وروسته جوړ شو.

۶. مارک زاکربرګ

مارک زاکربرګ، د مېټا شرکت بنسټ‌اېښودونکی او اجرائیوي رییس دی، چې د ۱۹۱ میلیارد ډالرو د شتمنۍ سره شپږم ځای لري.

د هغه شتمني د جولای په میاشت کې دوه میلیارد ډالر کمه شوې ده. زاکربرګ په ۲۰۰۴ کال کې، هغه مهال چې د هارورډ پوهنتون محصل و، فېسبوک جوړ کړ. دغه شرکت چې اوس مېټا نومېږي، د فېسبوک، انسټاګرام او واټس‌اپ ټولنیزو شبکو او پیغام‌رسوونکي اپلېکېشن مالک دی. زاکربرګ د مېټا شاوخوا ۱۳ سلنه ونډې لري.

۷. جنسن هوانګ

جنسن هوانګ، د انویډیا شرکت بنسټ‌اېښودونکی او اجرائیوي رییس دی، چې د اټکل له مخې د ۱۷۴ میلیارد ډالرو د شتمنۍ سره د نړۍ اووم شتمن کس دی.

د هغه شتمني د جولای په میاشت کې یو میلیارد ډالر زیاته شوې ده. هوانګ په ۱۹۹۳ کال کې انویډیا شرکت جوړ کړ او له هغه وخت راهیسې د دغه شرکت د رییس او اجرائیوي رییس په توګه دنده ترسره کوي.

د «انویډیا» ګرافیکي پروسس کوونکو واحدونو لومړی د کمپیوټري لوبو په صنعت او وروسته د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې مهم ځای خپل کړ. هوانګ د دغه شرکت شاوخوا درې سلنه ونډې لري.

۸. لېري الیسن

لېري الیسن، د اوریکل شرکت بنسټ‌اېښودونکی دی، چې د ۱۶۸ میلیارد ډالرو د شتمنۍ سره اتم ځای لري.

د هغه شتمني د جولای په میاشت کې ۲۴ میلیارد ډالر کمه شوې، ځکه چې د اوریکل شرکت د ونډو ارزښت ۱۱ سلنه راټیټ شو. داکمښت د دې لامل شو چې الیسن له اووم مقام څخه اتم ته راښکته شي.

الیسن په ۱۹۷۷ کال کې د اوریکل سافټویر شرکت جوړ کړ او اوس د دغه شرکت د مدیره پلاوي رییس او د ټکنالوژۍ مشر دی. هغه په لویو رسنیزو معاملو او د املاکو په پانګونو کې هم ونډه لري.

۹. برنارډ ارنو

برنارډ ارنو، د لوکسو توکو د شرکت اېل‌وي‌اېم‌اېچ رییس او اجرائیوي رییس دی، چې د اټکل له مخې د ۱۴۶ میلیارد ډالرو د شتمنۍ سره د نړۍ نهم شتمن کس دی.

د هغه شتمني د جولای په میاشت کې دوه میلیارد ډالر کمه شوې ده. اېل‌وي‌اېم‌اېچ شرکت د فېشن، سینګار او لوکسو توکو شاوخوا ۷۵ برانډونه لري چې لویي وېتون، کریستیان دیور، سېفورا او ټیفاني هم پکې شامل دي.

د ارنو ټول پنځه اولادونه د کورنۍ د سوداګریز شرکت په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي. ارنو د ۲۰۲۳ کال د ډېری لومړۍ نیمایي او بیا د ۲۰۲۴ کال له فبرورۍ څخه د مې تر وروستیو پورې د نړۍ تر ټولو شتمن کس و.

۱۰. وارن بفیټ

وارن بفیټ، مشهور امریکايي پانګه‌وال، د ۱۴۵ میلیارد ډالرو د شتمنۍ سره د نړۍ د لسو شتمنو کسانو په نوملړ کې لسم ځای لري.

د هغه شتمني د جولای په میاشت کې درې میلیارد ډالر کمه شوې ده. بفیټ چې د اوماها وړاندویونکي په نوم هم شهرت لري، د نړۍ له تر ټولو بریالیو پانګه‌والو څخه ګڼل کېږي.

هغه د ډسمبر په پای کې د برکشایر هتاوې شرکت د اجرائیوي رییس له دندې تقاعد وکړ، خو لا هم د دغه شرکت د مدیره پلاوي رییس دی. برکشایر هتاوې د لسګونو شرکتونو مالک دی چې ګایکو بیمه، ډیوراسل او د ډایري کوین رستورانتونو ځنځیري رستورانتونه هم پکې شامل دي.

بفیټ ژمنه کړې چې د خپلې شتمنۍ ۹۹ سلنه به خیریه چارو ته ځانګړې کړي. نوموړي تر اوسه شاوخوا ۶۸ میلیارد ډالر خیریه بنسټونو ته ورکړي دي.

د نړۍ تر ټولو شتمنه ښځه

د فوربس اقتصادي مجلې د راپور له مخې، الیس والتن، د وال‌مارت شرکت د بنسټ‌اېښودونکي سام والتن لور، د اټکل له مخې د ۱۱۹ میلیارد ډالرو د شتمنۍ سره د نړۍ تر ټولو شتمنه ښځه ده.

مېرمن والتن د ۲۰۲۶ کال د اګست تر لومړۍ نېټې د نړۍ د شتمنو کسانو په نوملړ کې په ۱۶م ځای کې وه؛ هغه مقام چې د تېرې میاشتې په پرتله پکې بدلون نه دی راغلی.

د الیس والتن د شتمنۍ ډېره برخه د وال‌مارت شرکت له ونډو څخه ترلاسه کېږي چې د هغې د پلار له مړینې وروسته ورته په میراث پاتې شوې دي.

د هغې وروڼه، راب او جیم والتن، هم د فوربس اقتصادي مجلې د میلیاردرانو په نوملړ کې شامل دي.

کریستي والتن، د جان والتن مېرمن چې په ۲۰۰۵ کال کې مړ شوی، او د هغوی زوی لوکاس والتن هم په دغه نوملړ کې شامل دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG