د لاس رسي وړ اتصالات

تمباکو په نړۍ کې د کاله اوه میلیونه کسان وژني


ملګري ملتونه وایي چې تمباکو د کاله په نړۍ کې اوه میلیونه کسان وژني. دغه سازمان دا هم وايي چې د تمباکو استعمال د هیوادونو اقتصاد ته هم تاوان رسوي.

د مي ۳۱ نیټه د تمباکو د نه استعمال نړیواله ورځ وي. د نړۍ د روغتیا سازمان واېې حکومتونو نه غواړي چې د تمباکو د استعمال خلاف اقدامات وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان تمباکو پراختیا ته تهدید ګني. دغه سازمان وايي چې د دې نه علاوه چې تمباکو هرکال په میلیونو کسان وژني، تمباکو د نړۍ اقتصاد ته ۱.۴ ټرلیونه ډالره تاوان هم رسوي، چې دغه د نړۍ د ناخالصه کورني عایداتو ۱.۸ فیصده تشکیلوي.

انډرو بلک د ملګروملتونو د تمباکو د کنټرول د شعبې سره کار کوي. هغه وايي چې په نړۍ کې په میلیونو کسان داسې دي چې د تمباکو د استعمال نه په راپيدا شوو ناروغیو اخته دي.

انډرو بلک دا هم وايې چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې به د تمباکو د استعمال نه ۸۰ فیصده مرګونه په غریبو او متوسطو هیوادونو کې وي. هغه وویل،،،پیشبنیې کیږي چې د ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۳۰ کاله پورې به د اقتصاد په لحاظ په غریبو او متوسطو هیوادونو کې د تمباکو د استعمال نه د مړو شمیر به دوچنده شي. د تمباکو استعمالول بیا د تمباکو د شرکتونو لخوا تشویقیږي،،.

د لومړي ځل لپاره، ډبیلو ایچ او او د پراختیا لپاره د ملګروملتونو سازمان داسې یو رپوټ خپور کړی چې ښيي تمباکو چاپیریال ته تاوان رسوي.

وینایک پرساد، د تمباکو د ختمولو د پروګرام مشر دی. هغه وايي چې د رپوټ نتایج پریشانونکي دي.هغه واېې،،شواهد حیرانونکي دي چې څنګه تمباکو چاپیریال ته ضرر لري او تاوان وررسوي. تمباکو د ځنګلونو د قطع کولو او نورو مشکلاتو سبب ګرځي،،.

د مثال په توګه، رپوټ وايي چې د تمباکو کثافت، یا هغه څه چې د استعمال نه وروسته پاتیږي، څو زره ټنه زهرجن کیمیاوي مواد تولیدوي چې چاپیریال ته تاوان رسوي.

رپوټ دا هم وايي چې د استعمال نه وروسته د سګرټ پاته برخه د ښاري او ساحلي برخو کې د کثافاتو ۳۰ تر ۴۰ فیصده جوړوي.

XS
SM
MD
LG