د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: ولادمیر پوتین او شي جینپیګ راته ویلي چې په ایران وسلې نه پلوري

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د چین او روسیې ولسمشرانو شي جین پینګ او ولادمیر پوتین ورته ویلي چې په هیڅ وجهه ایران ته وسلې نه ورکوي.

نوموړي د جمعې په ورځ (جولای ۲۴) په خپل تروت سوشل حساب لیکلي: "ولسمشر شي د چین په بیجینګ کې زموږ په وروستۍ غونډه کې راته وویل چې په هیڅ وجهه به د ایران په اسلامي جمهوري وسلې نه پلوري او نه ورکوي. په هغه بیان کې د چین کمپنۍ هم شاملې وې."

ولسمشر ټرمپ همدارنګه زیاته کړې ده چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هم ورته ویلي دي چې پر ایران به وسلې ونه پلوري.

ولسمشر ټرمپ په خپل دې پیغام کې زیاته کړېده چې ولسمشر پوتین په دې پوهیږي چې «امریکا پر اوکراین وسلې نه پلوري بلکې دناټو په غړو هېوادونو یې پلوري» او دی «نه پوهېږي چې هغوی دا وسلې څنګه وېشي».

د متحدو ایالتوتونو ولسمشر ویلي، دده په باور روسیه او چین د ایران په جګړه کې برخه نه اخلي خو زیاته کړې یې ده که دا کار وکړي، ډېر بد به وي ورته او په ګټه به یې نه وي.

ولسمشر ټرمپ تر دې پیغام مخکې ویلي وو چې د ایران اکثریت نظامي قابلیتونه له منځه تللي دي او یاد هیواد اوس پوځ او سمندري ځواک نلري.

ولسمشر ټرمپ ویلي چې د امریکایي ځواکونو د بریدونو په نتیجه کې د ایران سمندري ځواک، هوايي ځواک، ټول رادارونه او د تولیداتو برخه له منځه تللې او ۸۴ سلنه بې پیلوټه الوتکې او ۹۱ سلنه توغندي یې کم شوي دي.

ولسمشر ټرمپ همدارنګه د یو شمیر رسنیو د هغو راپورونو په ردولو سره چې ګنې ایران په قوي موقف کې دی، وویل چې ایران پوځ او سمندري ځواک نه لري او دټولې ۱۵۹ کښتۍ او الوتکې یې له منځه تللي دي.

د ولسمشر ټرمپ له دې څرګندونو څو ساعته وروسته د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وویل چې پر ایراني اهدافو د خپلو بریدونو دیارلسم پړاو بشپړ کړ.

د سنټکام په اعلامیه کې چې د واشنګټن ډي سي په وخت د پنجشنبې په ماښام خپره شوې، راغلي چې امریکايي پوځیانو "د سمندري وړتیاوو، د توغندیو او بې پیلوټو الوتکو زېرمو، د ساحلي څارنې ځایونو او د هوايي دفاع د وړتیاوو" په شمول د ایران یو لړ پوځي اهداف په نښه کړي دي.

پر ایراني اهدافو د امریکا له بریدو وروسته تهران هم د جمعې په ورځ وویل وکړ چې په اردن او بحرین کې یې د امریکا پر "مهمو" پوځي تاسیساتو د ډرونونو نوي بریدونه کړي دي.

د امریکا پوځ په تېرو څو ورځو کې د ایران پر جنوبي ولایتونو دوامداره بریدونه کړي او او ویلي یې دي چې دا اقدامات د هرمز په تنګي کې پر سواګریزو کښتیو د ایران د بریدونو په ځواب کې ترسره کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG