د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن د سولې احتمالي خبرې پیلیږي


د امریکا د دفاع وزیر وایې چې ډېر قوي احتمال شته چې د یمن د سولې خبرې په دیسمبر میاشت کې په سویډن کې پیل شي.

په یمن کې جګړه روانه ده، خو دواړو خواوو د مذاکرو پر پېلولو سلا کړې. د امریکا د دفاع وزیر وایي چې د نښتو په لومړۍ کرښه کې حالات بدل شوي نه دي. هغه وویل چې د ائتلاف پوځیانو د الحدیده بندر په شاخوا سیمو کې د حوثي یاغیانو پر ضد پوځي عملیات درولي دي.

د امریکا د دفاع وزیر جیم ماتیس وايي:

"سعودي او متحده عربي اماراتو په حدیده کې پوځي عملیات بند کړي دي، خو جنګ لا تراوسه پورې روان دی ".

ماتیس د سولې د خبرو لپاره د جګړو د دواړو طرفونو د قانع کولو په خاطر د یمن په چارو کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي مارتین ګرافیتس کوښښونه وستایل.

جیم ماتیس زیاتوي:

"د ملګرو ملتونو د خاص استازي چې له کوم وخت راهیسې کار پیل کړی،ډیر اغیزمن دی. مارتین ګرافیتس له اوسنۍ ادارې سره نږدې اړیکې لري. موږ ورسره له نږدې کار کوو او ویلی شم چې زه ورسره شاید په اونۍ کې یو ځل یا مخامخ او یا هم په تېلیفون خبرې کوم. "

د ملګرو ملتونو خاص استازی د چهارشنبې په ورځ د حوثیانو له رهبر عبدالمالک الحوثي سره د خبرو لپاره د یمن مرکز صنعا ته ورسېد. حوثیان وایې تر هغو چې تیری ختم نه شي، مبارزه به یې جاري وي.

د احمد حامد په نوم یوه حوثي چارواکي وویل؛

"موږ دښمنانو ته پیغام واستوو هرڅومره چې د یرغل موده اوږدیږي په هماغه اندازه به د جګړې په لومړیو کرښو او څلور لارو کې زموږ حضور قوي وي. تاسې به یمنیان په خپل تیري او اوږدې جګړې سره متحد کړئ چې ستاسو پر وړاندې ودرېږي ".

یمن کې د سولې احتمالي خبرې پیلیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

د یمن جګړو په تېرو درېو کلونو کې څه باندې ۱۰۰۰۰ کسان وژلي دي او ۳ مېلیونه خلک یې بې کوره کړي دي.

د اکمالاتي لارو د بندېدو له وجې سلګونه زره خلک له قحطۍ سره مخامخ دي. د امریکا د دفاع وزیر وایې چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات د ۳۰ ورځو لپاره د ۱۰ مېلیونو یمنیانو د مړولو لپاره کافي خوراکي مواد استوي.

XS
SM
MD
LG