یمني چارواکي وايي چې یوه ځانمرګه د یو شمیر سرتیرو په منځ کې چې په رسم ګذشت اخته وو، ځان ته انفجار ورکړی دی او لږ تر لږه ۹۶ کسه یې وژلي دي او د دوه ساوو نه زیات کسان یې ټپیان کړي دي.
یمني چارواکي وايي چې د دوشنبې د ورځې برید په پلازمېنې سنا کې شوی دی. برید کونکي د پوځ یونیفورم اغوستی و او په رسم ګذشت باندي د ګډیدو وروسته یې ځان ته انفجار ورکړ.
ریپوټونه وايي په داسي حال کې چې نظامي پرسونل هڅه کوله چې د سیمې امنیت ونیسي، وژل شوي او ټپي شوي خلګ شاوخوا پراته وو.
په یادشوي رسم ګذشت کې د یمن د دفاع وزیر هم حاضر وو خو په هغه باندي څه نه دي شوي.
رسم ګذشت د یمن د جنوب او شمال د يوځای کیدو د لمانځلو دپاره کیدی. تر اوسه پوری هیچا د دې برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د عرب په ټاپو وزمه کې یمن د القاعدې مرکز ګڼل کېږي او په کښي دغه خطرناکه ډله فعالیت کوي.
همدغه شان د یمن په جنوب کې بېلتون غوښتونکي هم کله نا کله پر پوځ باندي بریدونه کوي.