په عربو هیوادونو د ایران او حوثي یاغیانو بریدونه

د قشم پر ټاپو د امریکا له هوايي برید وروسته، ایران او د یمن حوثي یاغیانو د چهارشنبې په ورځ د (نومبر۱۸مه) پر کویت، بحرین او سعودي عربستان کې پر یو شمېر اهدافو تازه بریدونه وکړل.

د راپورونو له مخې، د ایران پوځ ویلي چې په بې پیلوټه الوتکو یې د کویت په علي السالم پوځي اډه کې د هوايي دفاع سیستمونه او د توغندیو د توغولو سېمې په نښه کړې دي. دغه اډه د امریکايي ځواکونو په واک کې ده. دا د سپټمبر میاشتې له پیل راهیسې پر کویټ د ایران لومړنی برید دی.

د کویت حکومتي چارواکو هم ویلي چې د دغه هيواد هوايي دفاعي سیستمونه د بې ‌پیلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي لپاره فعال شوي دي. د کویت حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د خپل ملي حاکمیت، خاورې او مهمو تاسیساتو د ساتنې لپاره د ټولو اړینو اقداماتو حق له ځان سره خوندي ګڼي.

دغه بریدونه وروسته له هغې ترسره شول چې امریکايي جنګي الوتکو د سې‌شنبې په ماښام د (نومبر ۱۷مه) د ایران د قشم پر ټاپو د توغندیو د توغولو یو مرکز په نښه کړ.

د امریکا یوه پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي چې دغه برید د ایران د هغو بریدونو په ځواب کې چې امریکايي ځواکونو او تاسیساتو ته یې متوجه کړي وو، د هدایت کېدونکو توغندیو په وسیله ترسره شوی دی. خو ایراني رسنیو د یوه ایراني چارواکي له قوله راپور ورکړی چې دغه برید د قشم ټاپو زیربناوو ته کوم زیان نه دی اړولی.

همدا شان په بحرین کې چې د امریکا د سمندري ځواکونه پکې دېره دي، د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۱۸مه) د هوايي برید خبرداری ورکړل شو او د ایران د بریدونو د مخنیوي لپاره د دغه هیواد هوايي دفاعي سیستمونه فعال شول.

د راپورونو له مخې، بحرین په تېرو شپږو ورځو کې څلور ځله د ایران د بریدونو هدف ګرځېدلی دی. د بحرین چارواکو تهران تورن کړی چې د دغه هیواد پر وړاندې یې منظم دښمنانه چلند خپل کړی دی.

په سعودي عربستان کې هم د دغه هیواد په پلازمېنه ریاض کې د زورورو چاودنو غږونه واورېدل شول. د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف اعلان وکړ چې د یمن حوثیانو له خوا د ریاض پر لور توغول شوی کروز توغندی یې کشف او له منځه وړی دی. حوثیانو سمدستي دغه ادعا نه ده تایید کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د رژیم له ملاتړ برخمنو حوثي یاغیانو په وروستیو کې پر سعودي عربستان خپل بریدونه زیات کړي او په همدې وخت کې یې په یمن کې نوې سېمې هم نیولې دي.

دوی اوس د یمن د سره سمندرګي ساحلي سېمې تر خپل کنټرول لاندې لري او د دغه هيواد د لنډمهالې پلازمېنې عدن ښار ته نږدې شوي دي.

له دې سره سره، سعودي عربستان د ایران وروستي بریدونه غندلي او د تېري کوونکو اقداماتو د درولو، د نړیوالو قوانینو د رعایت او د خبرو اترو له لارې د کړکېچ د حل غوښتنه یې کړې ده.

​
XS
SM
MD
LG